
كوئټه 26 مئی (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د سائنس او ټېكنالوجۍ پخواني وفاقي وزير او د پاكستان پيپلز پارټي د بلوچستان پخوانې صدر مير چنګير جمالي د ګل په ورځ په كوئټه كښې ملاقات كړے ۔په دې موقع د پيپلز پارټي د بلوچستان پخوانے وياند حيات خان اچكزئي هم موجود ؤ ۔په ملاقات كښې د پاكستان پيپلز پارټي د تنظيمي چارو پشمول د هېواد او صوبې په سياسي صورتحال او شريكو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔