مركزي علما كونسل پاكستان د فتنة الخوارج په ضد د آپريشن ملاتړ وكړو

فېصل آباد۔ 26 مئی (اے پی پی) مركزي علما كونسل پاكستان د فتنة الخوارج په ضد د آپريشن ملاتړ اعلان كړے دے او وئيلې يۍ دي مرکزی علما کونسل او ټول قام په دې لړ كښې خپلو ادارو سره يو برابر ولاړ دے او د دوئي كاميابۍ لپاره لاس په دعا دے۔ د مركزي علماﺀ كونسل چيئرمېن صاحبزادہ زاهد محمود قاسمی ووئيل د ترهګرۍ په ضد د علماﺀ كرامو پېغام پاكستان د قرآن او سنت تعليمات او د اسلامي جمهوريه پاكستان د متفقه دستور د غوښتنو له مخې دے۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې علماﺀ كرام مشائخ او د ژوند هرې طبقې سره تعلق لرونكو وسله والو ځواكونو سره ولاړ دي۔ ده ووئيل په آپريشن بنيان مرصوص ټول قام خوشحاله شوے او دا د قام په حكومت باور دے چې جنرل عاصم منېر ته يۍ د هغه د خذمات په اعتراف كښې د فيلډ مارشل اعزاز وركړو