د اے پي ايس خضدار پيښه خفګاني ده ٬ په بلوچستان او خيبر پښتونخوا كښې عسكريت خوښي د نيټو وسله كاروي : د ګورنر فيصل كريم كنډي بلوچستان اسمبلۍ كښې ميډيا سره خبرې

کوئټه۔ 26 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي د پاكستان هوائي پوځ د خپل دښمن غرور د خاورو سره سم كړو ٬ د جنګ په مېدان كښې دښمن ماتې خوړلو څخه وروستو كوچنيان په نخښه كوي ، پاکستان پيپلز پارټي د زده كړو او روغتيا څانګو ته خاص پاملرنه كوي٬ سياست بيا هم كولې شوو خو اوس د دښمن مقابله كول دي٬ د افغانستان خاوره د پاكستان په ضد كارولې شي ٬ بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې عسكريت خوښي د ناټو وسله كاروي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په بلوچستان اسمبلۍ كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع د بلوچستان ګورنر کېپټن(ر)عبدالخالق اچکزئی، میر چنګیز جمالي ،حیات خان اچکزئی او نور هم موجود وو۔ فېصل کریم کنډی ووئيل كوئټې ته د راتللو مقصد د خضدار پېښې كوچنيانو تپوس پوښتنه كول وو۔ ده ووئيل دا يوه لويه د اندېښنې او افسوس وړ پېښه ده ٬ دې څخه وړاندې داسې يوه د افسوس وړ پېښه په اے پي اېس پېښور كښې رامخې ته شوې وه۔ دا بزدلانه اقدام دے ٬ په جنګونو كښې په مېرمنو ٬ كوچنيانو او د عبادت په ځايونو بريدونه نه كېږي خو زمونږ بزدل دښمن د پوځ مقابلې كولو په ځاے بې ګناه وګړي په نخښه كوي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت د ترهګرو په مړانه مقابله كوي۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې كه د جعفر اېكسپرېس پېښه وي يا د خضدار اے پي اېس د خېبر پښتونخوا اولس د بلوچستان اولس سره ولاړ دے۔ ده ووئيل زما دعا ده چې په بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې دې امن وي۔ د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې فيصل كريم كنډي ووئيل مونږ بزدله دښمنانو ته وايؤ مېرمنې او كوچنيان هدف مه ګرځوې۔ ده ووئيل د بده مرغه افغانستان كښې د ناټو وسله اوس عسكريت خوښي كاروي۔ افغان خاورې څخه هند او اسرائيل پراكسيز جنګ كوي۔ ده ووئيل زمونږ سباؤن د تعليم سره تعلق لري ٬ د پوهنتونونو مسئلې به كه پاك پروردګار ته منظور وي په ترجيحي بنيادونو حل كړؤ۔ ده ووئيل پيپلز پارټي په وفاق كښې د حكومت ملاتړ كوي خو د كابينې برخه نه دے۔ ده ووئيل بلاول بھټو زرداري د پاكستان مقدمه په نړيواله كچه پورته كوي۔ ده ووئيل سياست زمونږ داخلي مسئله ده خو د دښمنانو په ضد به مونږ له يو كېدل وي۔