
تهران۔26 مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په دوره ورځنۍ دوره د ايران پلازمينه تهران ته ورسيد۔ په مهرآباد هوائي مېدان د ایران داخله وزير سکندر مومني، په پاكستان كښې د ايران سفير رضا امیري مقدم، په ايران كښې د پاكستان سفير مدثر ټيپو او اعلی سفارتي چارواكو وزيراعظم شهباز شريف او پاكستاني پلاوي ته هركلے اووې۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف ته په مهر آباد هوائي مېدان د ايراني پوځ يوې چمتؤ ډلې سلامي وركړه۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ٬ چیف آف آرمی سټاف فیلډ مارشل سید عاصم منیر، داخله وزير سید محسن رضا نقوی، د اطلاعات وفاقي وزير عطا تارړ او خاص مرستيال سيد طارق فاطمي هم د ايران دوره كښې د وزيراعظم په پلاوي كښې شامل دي۔ د دورې په مهال به وزیراعظم شهباز شریف ایرانی صدر ډاكټر مسعود پزشکیان سره ملاقات لپاره سعد آباد پېلس تهران ته ځي چرته به چې وزيراعظم ته ګارډ آف آنر وركولې شي۔ وروستو به وزیراعظم او پاکستانے پلاوې د ايران صدر او د هغه پلاوي سره ملاقات كوي۔ په ملاقاتونو كښې به د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه مرستې ته په ودې وركولو او په پاكستان د هند لخوا په مسلط كړي اوسني جنګ كښې د پاكستان په ملاتړ او سوئيلي آسيا كښې د امن په هڅو وزيراعظم د ايراني صدر او اولس مننه كوي۔ دغسې وزیراعظم او پاکستانے پلاوې به د ايران سپریم لیډر آیت اللہ سید علی خامنه ای سره ملاقات كوي۔ په ملاقات كښې به دوه اړخيزه چارو سره سره په مهمو سيمه ايزو چارو هم خبرې اترې كولې شي۔ وزیرِاعظم او پاكستانے پلاوې به د ايراني صدر ډاكټر مسعود پزشكيان لخوا په وركړې كېدونكې د ماسخوتن مېلمستيا كښې هم ګډون كوي۔