په غزه د اسرائيلي فضائي بريدونو په نتيجه كښې نور 55 فلسطينيان شهيدان شول

غزہ ۔26 مئی (اے پی پی) د غزه په پټۍ د اسرائيل فضائي بريدونو كښې نور 55 فلسطينيان شهيدان شوي دي ٬ په كومو كښې چې مېرمنې او كوچنيان هم شامل دي۔ د امارات نيوز ايجنسۍ وام له مخې ځايي ذريعو ووئيل اسرائیلی پوځ د ګل په ورځ د غزه ښار په الدرج سيمه كښې فهمي الجرجاوي سکول په نخښه كړو چې په نتيجه كښې يۍ 36 كسان شهيدان او يو شمېر نور ژوبل شول۔ په يوه بله پېښه كښې جباليه البلد سيمه كښې په يو كور اسرائيل بريد وكړو په كوم كښې چې 19 فلسطينيان شهيدان شول