مقبوضه بیت المقدس ۔26مئی (اے پي پي) په لويه شمېره د اسرائیل آباد کاران د ګل په سهار په مسجد اقصٰی په ګن شمېر چپاؤ وكړو او هلته يي د اسرائیل بېرغ هسك كړو ، نعرې يې اووهلې او تلمودي رسومات يې ادا کړل ۔ د الجزیرہ تر مخه د اسرائیل آباد کارو دا اقدام تش د نامې یروشلم ډے په موقع كړے كوم چې یهود د 1967 جنګ نه پس د ښار مشرقي برخه باندې د اسرائیل قبضې یاد له نمانځي ۔ د راپور تر مخه په زرګونو اسرائیلي آباد کار شسهار وختي په مغربي دېوال مونځ ادا كولو لپاره راغونډ شول او په مقبوضه بیت المقدس كښې يي د مسجد اقصٰی په احاطه او نزدې سيمو چپاؤ وكړو۔ دغه خلقو د مقبوضه بیت المقدس د زوړ ښار په مسلم ودانۍ لرونكو سيمو كښې په كوڅو كښې وګرځېدل۔په دغه مهال د یهود آباد کارو لخوا په مقامي مسلمانانو د بريدونو خطر تر مخه په زرګونو شمېر عام پولیس او سرحدي پولیس سيمه كښې په ځائے كړے شوي وو ۔