د پاكستان ريلوے د لويې اختر په موقع د 5 خصوصي ټرينونو چلولو پريكړه

لاهور۔26 مئی(اے پی پی) د لويې اختر په موقع د مسافرو زياتې ګڼې تر مخه د صوبائي سرښار لاهور په شمول د هېواد د بېلو ښارونو نه د 5 خصوصي ټرېنونو چلولو پرېكړه شوې ده۔ د رېلوے وياند له مخې اولنے خصوصي ټرېن به د راروانې جون مياشتې په 2 مه نېټه كراچي كېنټ اسټېشن څخه ماسپخين1بجه روانيږي او د ملتان ٬ ساهيوال مېن لائن د لارې به بله ورځ سهار 10 بجې لاهور ته رسي۔ دويم ټرېن به په 3جون كوئټه څه پېښور لپاره د ورځې 10 بجې روانيږي او د ذكر شوي مېن لائن د لارې به بله شپه 10 نيمې بجې پېښور كېنټ ته رسي۔ درېم خصوصي ټرېن به هم په دغه ورځ 3 جون لاهور څخه كراچۍ لپاره ماښام 5 بجې روانيږي او بله ورځ ماسپخين2 بجې به كراچي كېنټ سټېشن ته رسي۔ څلورم خصوصي ټرېن به كراچي كېنټ څخه د شپې 7 نيمې بجې روانېږي او په درېمه ورځ د شپې پاؤ باندې 1 بجه به پېنډۍ ته رسي۔ دغسې وروستے او پنځم خصوصي ټرېن به په 4 جون كراچۍ كېنېټ څخه لاهور لپاره د شپې 7 نيمې بجې روانېږي او بل مازيګر به 5 نيمې بجې لاهور ته رسي۔