غزہ ، په سكول اسرائيلي بريد ٬ لږ تر لږ 20 شهيدان ٬ يو شمير نور ژوبل شول

غزہ۔26مئی(اے پی پی) په غزه كښې په يو سكول چې بې كوره شويو وګړو ته يۍ پناه وركوله د اسرائيلي بريد په نتيجه كښې 20 كسان شهيدان او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ رائټرز د ګل په ورځ د طبي عملې حوالې سره و وئيل چې دغزه ښار الدرج سيمې په يو سكول د اسرائيلي بريد په نتيجه كښې لږ تر لږ 20 كسان شهيدان او يو شمېر نور ژوبل شوي دي په كومو كښې چې مېرمنې او كوچنيان هم شامل دي۔ د غزہ د روغتيا محكمې له مخې تر دې دمه 53 زره څخه زيات كسان شهيدان شوي دي په كومو كښې چې زياتره عام وګړي دي۔