
استنبول ۔26 مئی (اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف لاهور قلندرز ته د پاكستان سپر ليګ 10 په ګټلو مباركي وركړې ده۔ د ګل په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د پي اېس اېل 10 اېډيشن فائنل مېچ كښې په غوره لوبه كولو د کوئټه ګلېډی اېټرز او لاهور قلندرز ستائنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل لاهور قلندرز له يوې سختې مقابلې وروستو هدف كاميابۍ سره ترلاسه كړو۔ ده ووئيل په پی اېس اېل 10 كښې شامل ټولو لوبډلو غوره لوبه كړې۔ وزيراعظم د پاكستان سپر لیګ 10 م اېډيشن كاميابۍ سره په كولو د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي او انتظاميې له هم مباركي وركړه۔ وزیر اعظم ټولو لوبغاړو او په خاص توګه بهرنيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې د كومو ګډون كولو سره چې دا ايونټ كاميابۍ سره ترسره كړے شو۔