
سنګاپور 25 مئي (اے پي پي) په سنګاپور کښې د پاکستان سفیرې رابعه شفیق د سنګاپور د وزیر اعظم لارنس وونګ او د هغه د کابینې سوګند پورته كولو دستوره كښې ګډون وکړ۔ د اتوار په ورځ د ترلاسه شوې پرېس ريليز له مخې د پاکستان سفیرې رابعه شفیق وزیر اعظم لارنس وونګ او د هغه کابینې ته د په چوكو سنبهالولو مبارکي ورکړه او د نوو ذمه وارو په ترسره کولو کښې یې د هغوي لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔