
استنبول 25 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شریف د ترکیې په دوه ورځني دوره استنبول ته ورسېد۔ د اتورا په ورځ د وزیر فس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې اعلامیه کښې وئيلي چې استنبول ته په رسیدو د ترکیې د دفاع وزیر یاشار ګلیر، د استنبول ډپټي ګورنر اردوان توران ایرمش، په ترکیه کښې د پاکستان سفیر یوسف جنید، د استنبول کونسل جنرال نعمان اسلم، د ترکیې حکومت چارواکو او په ترکیه کښې میشته پاکستاني سفارتكارو د وزیر اعظم تود هرکلے وکړو۔وزيراعظم شهباز شریف به نن د ترکیې صدر رجب طیب اردوغان سره ملاقات كوي ۔ دواړه مشران به د ترکیې او پاکستان ترمنځه په بيلو څانګو كښې د دفاع، معيشت، سياحت او کلتور پشمول بېلو څانګو كښې د مرستي په لا زياتولو خبرې اترې كوي ۔د وزیر اعظم د دورې مقصد د ترکیې اولس او په خاص توګه د ترکيې صدر سره د اوسني پاکستان-هند تاؤ ترېښوالي په مهال په ېشپړه مرسته او ملاتړ امله مننه كول دي ۔ترکیې د تل په شان دا ځل هم کله چې هند په پاکستان جنګ مسلط كړو د پاکستان د اصولي موقف بشپړ ملاتړ كړې ۔د وزیر اعظم سره شهباز شريف سره نائب وزيراعظم او خارجه وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار، د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطا الله تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمي هم ملګري دي۔