د ميري ټائم ايجوكيشن اينډومنټ فنډ مقصد د ساحلي سیمو اوسیدونکي خپلواكه كول دي۔ محمد جنید انور چوهدري

اسلام اباد 25 مئي (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزیر محمد جنید انور چوهدري وئیلي چې د ميري ټائم ايجوكيشن اينډومنټ فنډ مقصد د ساحلي سیمو اوسیدونکي خپلواكه كول دي٬ ساحلي سيمو اوسيدونكو مستحق او صلاحيت لرونكو زدكونكي به دا وظيفي ترلاسه كوي۔د سمندري چارو وزارت له خوا جاري شوې اعلامیې له مخې، وفاقي وزیر جنید انور چوهدري د ميري ټائم ايجوكيشن اينډومنټ فنډ اعلانولو په مهال ووئیل چې د دې فنډ مقصد د ساحلي سیمو اوسیدونکي خپلواكه كول دي، مونږ به په ساحلي سیمو کښې میشتو ماشومانو ته وظيفي وركوو او دا وظيفي به د مستحق او صلاحيت لرونكو زدكونكو لپاره وي ۔وفاقي وزير ووئيل چې د دې فنډ له لارې به ماشومانو ته معیاري تعليم تر رسنه ممكن شي ۔ ده ووئيل چې دې فنډ ته به په راتلونکي کښې په قومي کچه پراختيا وركولې شي۔محمد جنید انور چوهدري ووئیل چې د وظيفو منصفانه تقسيم به باوري كولې شي۔