حکومت به د چينو په مقرره بیعه عمل درآمد باوري كوي ، د کارخونو د مالکانو ستونزې حل له به اقدامات كولې شي. رانا تنویر حسین

لاهور 24 مئي (اے پي پي) د نېشنل فوډ سيكورټي اينډ ريسرچ وفاقي وزیر رانا تنویر حسین وئیلي دي چې حکومت به د چينو په مقرره بیعه عمل درآمد باوري كوي ، د کارخونو د مالکانو ستونزې حل له به اقدامات كولې شي ۔ رانا تنویر حسین دا خبره د خالي په ورځ د پاسکو په مرکزي دفتر کښې د چينو بيعي په اړه د یوې غونډې مشري كولو په مهال وکړه۔ په غونډه کښې د پنجاب د فوډ ډي جي، د پنجاب کین کمشنر محمد شعیب خان جدون او نورو چارواکو هم ګډون وكړو۔په غونډه کښې په ټولو صوبو كښې د چينو د يبعو مقرر كولو په اړه وړاندیزونو غور وشو ۔وفاقي وزیر د چينو په ټاکلې شوې بیعې د عمل نه کولو په اړه تشويش څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل حکومت د ټاکلې شوې بیعې د عملي کولو لپاره كوټلي اقدامات کوي۔ ده ووئيل چې د ګل په ورځ به نائب وزیراعظم اسحاق ډار د چينو د کارخونو مالکانو سره ملاقات كولو سره په بيعو عملدرآمد باوري كولې شي۔