د فیلډ مارشل سید عاصم منیر لخوا د سیاسي قيادت، وسله والو ځواکونو او قومي عزم په اعزاز كښې د ماښام ميلمستيا

اسلام اباد 24 مئي (اے پي پي) فیلډ مارشل سید عاصم منیر د “معرکۂ حق” او “آپریشن بنیان مرصوص” په مهال د هېواد د سیاسي قيادت، وسله والو ځواکونو د لويو قربانو او د پاکستاني قوم ناقابل تسخيز عزم په اعزاز كښې د ماښم ميلمستيا وكړه۔د پاك پوځ د اولسي اړیکو څانګې (آئی اېس پي آر) له مخې په دې ميلمستيا كښې د پاکستان صدر مملكت آصف علي زرداري، وزیر اعظم محمد شهباز شریف، نائي وزیر اعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د سېنېټ چیئرمېن ،د قومی اسمبلۍ اسپیکر ، وفاقی وزيرانو، ګورنرانو ، اعلیٰ وزيرانو ، د جوائنټ چیفس آف اسټاف کمېټۍ چیئرمېن ، چیف آف ایئر اسټاف او نیول اسټاف،د لويوسياسي ګوندونو اعلیٰ قیادت، اعلیٰ سرکاری چارواكو او درې واړو وسله والو ځواكونو سینئر افسرانو ګډون وكړو۔ ګډون كونكو د بصیرت لرونکي مشرتابه ستاینه وکړه چا چې قوم په یو حساس پړاؤ کښې بریالیتوب ته رسولې، د وسله والو ځواکونو زړورتیا او قربانۍ وستائلي شوي او د پاکستان ولس د هېواد سره مينه هم وستائلې شوه٬ په دې موقع په خپله وینا کښې فیلډ مارشل سید عاصم منیر د “معرکۂ حق” په مهال د سیاسي قيادت مننه وكړه او د انټر سرویس كوآرډينېشن ئې وستائلو كوم چې د “آپریشن بنیان مرصوص” كاميابي باوري كړي ۔ ده د هند د ډنډورنو په ضد د پاکستاني ځوانانو او ميډيا غير متزلزل كردار هم وستائلو، كوم چې هغه “پولادې دیوال” ګرځولې ؤ او د غلطو کمپاینونو په ضد کلك ولاړ ؤ ۔فیلډ مارشل د پاکستاني سائنسمدارو ، انجینرانو او سفارتكارو خدماتو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔دا ماښام د قومي يووالي او د دې اجتماعي عزم یوه قوي څرګندونه وه چې پاکستان به لا قوي كيږي او همغږۍ سره به مخ په وړاندې روان وي۔