
لاهور 24 مئي (اے پي پي) د وزیراعظم د ځوانانو پروګرام مشر رانا مشهود احمد خان وئیلي دي چې پاکستان د ټکنالوجۍ او مصنوعي ذهانت (AI) په څانګه كښې د هند څخه ډېر مخکښې دی٬ د پاکستان ځوان نسل له جديد ټکنالوجۍ وركول د وخت حاجت دے ٬ وفاقي حکومت هم د AI په نصاب کار کوي دغسې چې پاکستان په ټکنالوجۍ او معيشت كښې لا مستحكم شي ۔ ده د خالي په ورځ په پرنس شادی هال کښې یوې غونډې ته وینا کوله۔رانا مشهود احمد خان ووئیل چې کله زه د تعليم وزیر وم، ما له ډېرو تعلیمي ادارو سره یوځای کار کړې او جديد ټيکنالوجي ته مو وده وركړي ۔ ده ووئيل چې په نړۍ کښې د AI دور راغلې او لوئ لوئ كمپنۍ په دې څانګه كښې سرمايه كاري كوي ۔ په پاکستان وړومبې AI پورټل لانچ شوې، چې په لنډ وخت کښې د 16 لكهه څخه ډېر ډاونلوډونه لري٬ په دې لارې د پاکستان ځوانان په کور کښې ناستي سره خپل سباؤن جوړولې شي ۔ ده ووئيل چې ټولو به وئيل چې هند په ټيکنالوجۍ کښې مخکښې دی، خو زمونږ ځوانانو د سائبر سيكورټي په څانګه كښې د هند سیسټم هیك کولو سره نړۍ ته وښودله چې پاکستان په ټيکنالوجۍ کښې له دوی څخه ډېر مخکښې دی۔ رانا مشهود ووئیل كال 2019 كښې هند هڅه وکړه چې په پاکستان مسلط كړي ، خو زموږ بهادرو ځواکونو دښمن له غاښ ماتوونکی ځواب ورکړې ٬ که پاکستان په ټيکنالوجۍ کښې مخکې نه وي ، نو هند د غزه ماډل په پاکستان د مسلط كيدو لپاره چمتو وو ۔ زموږ هوائي ځواکونو هغه هندي الوتکې په نښه کړې چې پاکستان كښې یې د خپل بار غورځولو جرآت کړی ؤ۔