د هند په جارحيت پاکستان وسله والو ځواکونو د زړورتیا، میړانې او ستراتیژۍ داسې ننداره وکړه چې دښمن یې په شا کړ او پاکستان تاریخي كاميابي ترلاسه کړه۔ د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطاءالله تارړ

کراچۍ 24 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر عطاءالله تارړ وئیلي دي چې د هند په جارححيت د پاکستان وسله والو ځواکونو د زړورتیا، میړانې او ستراتیژۍ داسې ننداره وکړه چې دښمن یې په شا کړو٬د فیلډ مارشال سید عاصم منیر او د پاك فضائيه مشر ظهیر احمد بابر د شاهینانو کارنامې د ستاینې وړ دي٬ د سمندري ځواکونو مشر اډمیرل محمد اشرف په مشرۍ پاك بحريه د دښمن ساحلونو ته له رسیدو څخه منع كړي او پاکستان تاریخي كاميابي ترلاسه کړي۔ د خالي په ورځ دلته د مسلم لیګ (ن) د غړي ثمینه قاسم په جنازه کښې د ګډون نه پس ميډيا سره په خبرو کښې د اطلاعاتو وفاقي وزیر د وسله والو ځواکونو مشرانو او سرتېرو ته پيرزوئنې وړاندې کولو سره ووئيل چې زموږ هوایي او سمندري ځواکونه چمتو وو، هند جرات ونه كړو چې زموږ ساحلونو ته راشي۔ لوے څښتن پاکستان له لويه كاميابي وركړي، د هند الوتکې راونشكوري شوي، د هغوی پوځي بېسونه ته زیان رسېدل، اوس هند په دفاعي حالت کښې دی۔ ده ووئيل چې وزیر اعظم شهباز شریف به د ترکیې، اذربایجان او ایران دوره كوي ٬ ده د ترکیې صدر رجب طیب اردوان د پاکستان د باور وړ ملګرې وګرځولو ھ ده ووئيل هغه د پاکستان سره مينه لرونكې شخصیت او د پاکستان دوست دی، د پاکستان او هند ترمنځه د تاؤ ترېښژالي په مهال د هغه كردار مهم وو ۔وفاقي وزیر ووئیل چې وزیر اعظم به د اذربایجان او ایران دوره هم كوي، د باکو په سړکونو د پاکستان د بریا جشن لمانځلې شوي ٬د پاکستان ملګرو هېوادونو زموږ د حق او رښتیا په بیانیې ملاتړ وکړو۔ وفاقي وزیر ووئیل چې د هند د خبرو لپاره څه نه لري ، مونږ د پهلګام پیښې د پلټنو وړاندیز هم کړی ؤ۔ د اطلاعاتو وفاقي وزیر ووئیل چې لوے څښتن پاکستان ته یوه كاميابي وركړي، زمونږ د وسله والو ځواکونو مشرانو او خپلو ځوانانو مننه كوو ۔ ده ووئيل چې ميډيا هاؤسز او سوشل ميډآا صارفينو لوئ كردار ترسره كړي د بیانیې په جګړه کښې كښې هم كردار ترسره كړې، نړۍ هم د پاکستان دریځ منلې، پاکستان نه یوازې په پوځي ډګر بلکه په صفارتي او اطلاعاتي ډګر کښې هم كامابي ترلاسه كړي، په داسې حال کښې چې د هند دروغجنه بیانیه په ډاګه شوي ۔ ده ووئيل چې کله هند په پاکستان برید وکړ، نو ماتې سره مخ شو ۔د اطلاعاتو وفاقي وزیر د مسلم لیګ (ن) کراچۍ غړي د هند د بريد په مهال خذمات هم وستائیل۔ د مسلم لیګ (ن) د اوږدې مودې غړي ثمینه قاسم ته د ګوند لپاره په خدماتو پيرزوئنې وړاندې كوو، ده ووئيل ارواښاده يوه هېواد سره مينه لرونكي پاكستانۍ وه، او د خپل مرګ څخه يو څو ساعته وړاندې ئې د بلوچستان په خضدار كښې د بس په پېښه كښې په سوشل ميډيا د افسوس څرګندونه كړي۔ ده ووئيل د ثمینه قاسم مړینه د ګوند لپاره یو لوئی زیان دے۔ د هغې په مړینه رامنځ ته شوی خلا به چري هم پوره نشي۔د اطلاعاتو وفاقي وزیر دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښادي له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔