د ډیپورټ شویو کسانو په ضد به ایف آی آر درج كولې شي او پاسپورټونه به یې ضبط كولې شي ۔ د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي

اسلام اباد 24 مئي (اے پي پي) د پاکستان حکومت پریکړه کړې ده چې د بهرنیو هېوادونو څخه د ډیپورټ شویو وګړو په ضد به سخت اقدامات كولې شي ۔ د خالي په ورځ د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي په مشرۍ پپه يوه غونډه كښې پریکړه وشوه چې د ټولو ډیپورټ شویو کسانو په ضد به FIR درج كولې شي ٬ دې نه ځانله به د هغوي پاسپورټونه هم ضبط كولې شي او نومونه به یې د پنځو کلونو لپاره د پاسپورټ کنټرول لیست (PCL) کښې شاملولې شي ۔د کورنیو چارو وزیر په دې خبره زور راوړو چې ډیپورټ شوي کسان په نړیواله کچه د پاکستان د بدنامۍ سبب ګرځي او حکومت به په ضد زيرو ټالرينس پالیسي جوړوي۔محسن نقوي ووئیل چې د هغو کسانو سره به هیڅ نرمي نه شي كولې كوم چې په بهر کښې د پاکستان تشخص خرابوي ۔ په دې اقداماتو عمل درآمد لپاره د کورنیو چارو سکرټري خرم آغا په مشرۍ یوه کمېټي جوړه شوې ده چې د پاسپورټ اوسني قوانین او ضوابط جاج به اخلي او دا به لا ښه كوي۔په غونډه کښې د کورنیو چارو وزيرمملكت طلال چوهدري، د وفاقي تحقیقاتي ادارې (FIA) ډائركټر جنرل رفعت مختار راجه او د پاسپورټ عمومي ډائريكټر مصطفی جمال قاضي هم ګډون وكړو۔