پاکستان د هندي وزيراعظم بې بنسټه، بې دليله او غېر ذمه وارانه تورونه مسترد كړل٬ د هندي وزيراعظم مقصد سياسي ګټو لپاره سيمه ايزې شخړې زياتول دي۔ د خارجه دفتر وياند پرېس برېفنګ

اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان وئيلي دي چې پاکستان د هندي وزيراعظم لخوا په راجستھان كښې اولسي غونډې ته د وېنا په مهال لګولې شوې بې بې بنسټه، بې دليله او غېر ذمه وارانه تورونه په سپينو ټكو مسترد كړيدي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جمعې په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل شول چې تحريفات، غلط بيانۍ او د بې دليله بيانونو څخه ډك د ھغه د ريماركس واضح مقصد سياسي ګټې لپاره سيمه ايزې شخړې زياتول دي۔ وياند ووئيل چې دا ډول بيانونه نه يوازې د اولس د بې لارې كولو د قصداً هڅو عكاسي كوي بلكې د ذمه واري رياستي اصولو څخه هم سرغړونه ده۔ ده ووئيل د دړكو سهار اخستل او د يو خپلواكه په ضد په پوځي كاروائۍ فخر كول د ملګرو ملتونو د منشور او د نړيوال قوانينو د اصولو سنګين خلاف ورزي ده ٬ دا خطرناكه رويه سيمه ايز امن او استحكام ته زيان رسولے شي ۔ ده ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد په نړيوال جنګ كښې يو مستقل او فعاله شراكتدار دے ٬ پاكستان د ترهګرۍ كاروائيو سره د تړل هر تور په حقيقت كښې ناسم او بې لارې كوٶنكې دے، دا يو چاك دي جون چي هند زياتره خپلو كورنيو چېلنجونو په خاص توګه د هند په غېر قانوني تسلط جمو و كشمير كښې خپل جابرانه پاليسو څخه پام اخوا كولو لپاره استعمالوي٬ هند پاكستان د قربانۍ ګډورې جوړولو سره په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په سنګين خلاف ورزو پرده اچول غواړي