
اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په غېر ملكي كېپيټلز كښې د پاكستان موقف وړاندې كولو لپاره د لوړې كچې د پلاوي نامزد غړو سره د جمعې په ورځ ليدلي۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم د پاکستان د سفارتي ترجيحاتو خاكه وړاندې كړه او د دې اميد څرګندونه ئې وكړه چې پلاوې به په موثره ډول د پاكستان نقطه نظر رامخې ته كړي او بهر هېواد كښې به د پاكستان د امن پېغام ته وده وركړي۔