
اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) وزير مملکت او د وزيراعظم خاص مرستيال فهد هارون په پاکستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالکي سره ليدلي۔ د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې د پاكستان او سعودي ترمېنځه د ورورولۍ د تاريخي اړيكو پخلي كولو سره دواړو ډلو د شريكې خَوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه او د شريكې مرستې لا مستحكم كولو په اهميت ئې زور راوړو۔ د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د موجوده نزدې روابطو او په ورورولۍ اډانه د اړيكو عكاسي كولو سره وزير مملکت فهد هارون او د سعودي سفير په خوشګوار او په دوستانه ماحول كښې د خيالاتو څرګندونه كړې۔