
اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د سرکاري څانګې پرمختيائي پروګرام (پي اېس ډي پي) د كال 26-2025 په اړه د كمېټۍ غونډه شوې۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير او د فوډ سېكيورټي وزير سره سره د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر توقير شاه، د سياسي چارو خاص مرستيال او د منصوبه بندۍ سيکرټري او د اړوند څانګو نورو لوړ پورو ګډون كړې۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ كېمشن لخوا د پي اېس ډي پي د جاري منصوبو په صورتحال٬ راتلونكي مالي كال لپاره په تجويز کړې شوې ترجيحاتو او په عمل درآمد كښې په رامخې ته چېلنجز تفصيلي بريفنګ وركړے شو٬ په غونډه كښې نائب وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې د پي ايس ډي پي ترجيحات كوټلي سماجي او اقتصادي ګټو په خاص توګه د روزګار تخليق، غربت كښې كمي او سيمه ايز مساواتو لپاره ضروري دي كوم چې د وزيراعظم د “اړان پاکستان” وژن سره سم او په جدت اډانه ترقۍ لپاره دي۔ په غونډه كښې چې كومې ترجيحي څانګې رامخې ته كړې شوي دې په ھغې كښې د توان، ټرانسپورټ، اوبو، زراعت، ټيکنالوجۍ، انفراسټرکچر او سي پېك فيز ټو له مخې ستراتېژك اقدامات شامل دي د كومو پام چې محرومې سيمې اختيارمنې جوړولو او د قامي پېداوار صلاحيت زياتولو پلو ګرځولے شوے دے۔