
اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بنو په پوليس پوسته د بريد په ناكامه كولو فورسز ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د جمعې په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې ده ووئيل چې د بنو پوليس ځوانانو د خوارجي ترهګرو په مړانه مقابله كولو سره بريد ناكامه كړې٬ ده د خوارجي ترهګرو ناوړه عزائم خاوري كولو سره د خېبرپښتونخوا پوليس په ځوانانو افرين ووئيلو۔ ده ووئيل دغه ځوانانو په مړانه د ترهګرۍ په ضد جنګ كړے٬ ده زياته كړې چې د خېبرپښتونخوا پوليس په مېړنو زامنو وياړ لرو۔