
اسلام آباد۔23 مئی(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د كنګ سلمان ريليف سنټر اسلام آباد هېډ آفس دوره وكړه۔ د ادارې مشر اے البقائمی ګورنر ته هركلے ووے او ده ته يۍ په روانو رفاهي منصوبو بريفنګ وركړو۔ ګورنر فيصل كريم كنډي د کنګ سلمان ریلیف سنټر د خذماتو ستائنه كولو سره ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د هلال احمر د صدر په حېث ما په پېښور كښې فری اېمبولېنس سروس پېل كړے دے او ډېر زر به دا سروس ټولې صوبې ته وركړې شي۔ په دې موقعه د هلال احمر خېبر پښتونخوا وائس چیئرمېن فرزند علی وزیر هم ګورنر سره ؤ۔