
كوئټه 23مئی(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ اے تارړ وئېلي دي چې د پاكستاني قوم جذبې ته څوك هم ماتې نشي وركولې٬ د خضدار بس په پېښه كښې د حق رسېدلې او ژوبل شويو ماشومانو د مور پلار جذبه د ليدلو ده٬ مونږ هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كوو٬هند د خپل پراکسیز د لارې بلوچستان بې ثباتۍ سره مخ كول غواړي خو د هند ناوړه عزائم به خاورو سره سموو٬ او په هر قيمت به امن راولؤ٬هند په ټوله نړۍ كښې ماتې خوړولو سره مخ شوے٬ اوس هغوي سافټ ټارګټ ته منتقل شوے ٬فتنه الهندوستان به تر خپل انجام رسوو٬ مودي او د هغه ملګري د سازش د لارې خپلو تقريرونو كښې د بلوچستان ذكر كوي٬ وزيراعظم او فيلډ مارشل عزم لري چې بلوجستان كښې به امن راولؤ٬ دا د پاكستان كاميابي ده چې د كشمير مسئله په نړيواله كچه بيا رامخې ته شوې۔ د جمعې په ورځ د خضدار بس پیښې ښكار شويو ماشومانو تپوس پوښتنې نه پس ميډيا سره په خبرو كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ووئيل چې خضدار بس پیښه كښې زمونږ ماشومانو عظيمه قرباني وركړي٬د ځپليو ماشومانو د مور پلار عزم او جذبه لوړه ده٬ ده ووئيل چې صوبيدار سليم خپل دوه ماشومان ښخ كړي او دريم زوې يۍ سخت ژوبل شوے٬ د دې باوجود د ايمبولينس نه وړاندې يۍ د پاكستان په حق كښې نعرې پورته كولې ٬د يو تن څلور بچي سخت ژوبل شوي خو د هغوي حوصلې پورته دي۔ ده ووئيل چې نن انټرنېشنل او نيشنل ميډيا خضدار كښې اصل صورتحال څخه خبرولو لپاره راوستلې شوې دغسې چې نړۍ حقائق څخه خبر وساتلې شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې هند معركه حق آپرېشن”بنيان مرصوص”كښې د ماتې خوړولو نه پس اوس سافټ ټارګټس ته راغلې۔ ده واضحه كړه چې كلبهوشن ياديو د بلوچستان څخه نيول زمونږ سره د هند په ترهه ګرۍ كښې د ككړتيا نه رد كېدونكے ثبوت دے۔ ده ووئيل چې عسكريت خوښو ګلزار امام شمبے او سرفراز بنګلزئی هم د هندي سرپرستۍ پخپله اعتراف كړې۔ عطاﺀ تارړ ووئيل چې هند د خپل پراکسیز د لارې بلوچستان عدم استحكام سره مخ كول غواړي۔ د آپرېشن”معركه حق”په مهال هم بلوچستان كښې 33 بريدونه شوي كوم چې د هند د ناوړه عزائم عكاسي كوي۔ده ووئيل چې د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل عاصم منير پوخ عزم دې چې د ترهه ګرۍ به خاتمه وكړې شي او بلوچستان كښې به امن راولؤ۔ وفاقي وزير ووئيل چې د آئي اېس پي آر ډي جي لخوا جاري شوي آډيوز څخه هم دا ثابته شوې چې هندي هينډلرز څنګه ترهه ګرو هلو ځلو كښې ككړ دې۔ده ووئيل چې پاكستانې قوم يو موټې دے او پاك پوځ په هر محاذ د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره چمتو دے۔”فتنه الهندوستان”به هر ځاې كښې بې نقابه كولې شي۔ ده پوښتنه وكړه چې د مودي حكومت د بلوچستان پېښو سره څه تعلق دے چې هغه خپل تقريرونو كښې بيا بيا ذكر كوي؟ د جعفر اېكسپرېس پیښو وډيو هغه ترهه ګرو هندي ميډيا ته وركړي كوم چې د دې خبرې ښكاره ثبوت دې چې هند بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ هلو ځلو كښې نيغ په نيغه ككړ دے۔ وفاقي وزير ووئيل چې زمونږ حوصلې او عزم لوړ دے۔هند ته په رواياتي جنګ كښې ماتې شوې٬د هغوي 6 الوتكې رالوېدلې او پخپله هند تسليم كړی چې زمونږ زيات زيان شوے۔وفاقي وزير ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف٬پاك پوځ٬فيلډ مارشل عاصم منير٬ايئر چيف ظهير احمد بابر او نيول چيف نويد اشرف د هندي جارحيت بشپړه ځواب وركړے۔ ده ووئيل چې ټول سياسي ګوندونه او ادارې به په ګډه په بلوچستان كښې امن بحالوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې زمونږ بهادر ځواكونو ترهه ګر وژلي٬داسې قانون دې جوړ كړے شي چې هر ترهه ګر ته سزا وركول باوري كړې شي٬ د دې لپاره به پارليمان له هم كردار ادا كول وي٬دا د هر پاكستاني د زړه غږ دے۔ عطاﺀ تارړ ووئيل د بلوچستان حكومت او پاك پوځ د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره مهم كردار ادا كړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې كله په پاكستان كښې د بريا جشن لمانځلو كېدو نو بل خوا په هند كښې د مودي حكومت څخه پوښتنه وكړې شوه د كوم ځواب چې هغه ورنكړے شو۔ هندي ميډيا٬سياستدان او سول سوسائټي مودي حكومت څخه ځواب غواړي او هغه سره د هغې پوښتنو كوم ځواب نشته دے۔ وفاقي وزير ووئيل چې هند يوازې تر دړكو محدود پاتې شوے٬مودي يو ناكام او ماتې سره مخ سياستدان دے۔ ده د دې عزم پخلې وكړو چې د هند د ترهه ګرۍ هلې ځلې به په هر صورت كښې په ډاګه كولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل چې د پاكستان يوه بله كاميابي دا ده چې د كشمير مسئله يو ځل بيا په نړيواله كچه رامخې ته شوې۔ده ووئيل چې د بلوچستان په اړه حكومتي اپروچ هر ځاې موجود دے او مسئلو حل لپاره پرله پسې اقدامات كولې شي ۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د ماشومانو كورنيو سره هم ملاقات وكړو او د هغوي حوصلې يې وستائېلې۔ ده ووئيل چې د مور پلار حوصلې كتلو سره زړه مضبوط شوې۔ د ژوبل شويو ماشومانو روغ صحت لپاره دعا كولو سره ده ووئيل چې تر څو دا جذبه قائمه وي٬پاكستان ته څوك ماتې نه شي وركولې٬د ماشومانو قربانۍ به تل ياد ساتلې شي۔