د وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې غونډه٬ په سيرا پراجيكټ د پيشرفت جاج واخستے شو

اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې په “سټرینتھن انسټی ټیوشنز فار ریفیوجی ایډمنسټریشن‘‘ (سیرا)منصوبه د شوي پېشرفت جاج واغستے شو۔ د جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د كشمير چارو ٬د ګلګت بلتستان او سيفران سيكرټري ظفر حسن٬ايډېشنل سيكرټري كامران رحمان خان٬سينئر جوائنټ سيكرټري آغا وسيم احمد او د افغان كمشنريټ چيف كمشنر عصمت اے شاه پشمول نور سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ ۔د غونډې په مهال چيف كمشنر او اړوند افسرانو د سيرا پروژې په موجوده صورتحال بريفنګ وركړو۔وفاقي وزير امير مقام د منصوبې اهميت رامخې ته كولو سره ټولو سينئر افسرانو ته هدايت وكړو چې هغوي د كار رفتار تند كړي دغسې چې منصوبه په وخت عملي كړې شي۔ ده د دې خبرې پخلې وكړو چې د سيرا پروژې بنيادي مقصد ټول پاكستان كښې د كډوالو او مېزبان كميونټيز فعاله انتظام لپاره اداره جاتي اصلاحات ښه كول دي۔