د آپريشن “بنيان مرصوص” په مهال پاکستان د هند د دروغو٬ فريب٬ جبر او د هندي جارحيت پرده افشا كړی: د ليفټيننټ جنرال احمد شريف چوهدري الجزيره ټي وي سره مركه

اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) د آئي اېس پي آر ډي جي لېفټېننټ جنرال احمد شريف چوهدري وئيلي دي چې د آپرېشن “بنيان مرصوص” په مهال پاکستان د هند د دروغو٬ فرېب٬ جبر او د هندي جارحيت پرده افشا كړې٬ دا زمونږ د كلتور او مذهب په ضد دي چې مونږ په يو مذهبي يا سوېلين ځائي بريد وكړو٬ د دوه روايتي اتومي دښمنانو ترمېنځه د جنګ تصور د خطر وړ دے، يوازې يو مجنون دا سوچ كولے شي چې ھغه د پاكستان د 24 كروړه اولس اوبه بندې كړي٬ دا ممكن نه ده ٬ كه هند بيا داسې حركت وكړو نو زمونږ ردعمل به زيات سخت او تېز وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل ليفټيننټ جنرال احمد شريف چوهدري الجزيره ټي وي سره خپله مركه كښې وكړه٬ ده ووئيل مونږ تل وائيو چې دا جنګ زمونږ دې خو فتح د پاك پروردګار ده ٬ كه تاسو د پاكستان كوڅو او ښارونو ته لاړ شئ نو تاسو به د اولس په مخونو خوشحالي ووينۍ او ھغوي جشن لمانځي ځكه چې دا يوازې د عسكري مېدان خبره نه ده٬ نه يوازې د فضائي يا زمكيز جنګ خبره ده٬ بلكې دا د حق معركه ده۔ ده ووئيل د پهلګام پېښې نه وروسته هند د ځان نه جوړه كړې كيسۍ رامېنځ ته كړه٬ پاكستان يوازې دا خبره وكړه چې كه تاسو زمونږ يو وګړي يا رياست سره د دې د تعلق ثبوت لړۍ نو رامخې ته يۍ كړۍ او نړيوالې ورورولۍ يا بلې كومې اعتمادي ډلې ته ئې وړاندې كړۍ دغسې چې سپېځلې تحقيقات وكړې شي خو هند هېڅ ځواب نه لرلو او نه تر اوسه ورسره شته٬ تر دې چې څو ورځې وړاندې چې كله د هند خارجه وزارت ووئيل چې تفتيش لا اوس هم روان دے نو په 6 او 7 نېټه چې دوي څه وكړل د ھغې دوي سره كوم اخلاقي جواز نه ؤ پاتې۔ ده ووئيل مونږ سپېځلې يو٬ رښتيا وائيو٬ دروغ نه وائيو٬ خبرې اړوو راړوو نه ٬ بلخوا نړۍ وليدل چې د هند ميډيا او رياست خپله د معلوماتو په جنګ كښې دروغ ووئيل٬ پروپيګنډا او ناسمې ادعاګانې ئې كولې٬ دوي پرمختللې تهېټر او فلمي صنعت لري كوم چې د پاكستان نه ډېر اېډوانس دے٬ د دې په مرسته نوې نوې بيانيې جوړوي٬ د مثال په توګه پرون ما واورېدل چې هند وائي چې پاكستان په ګولډن ټېمپل بريد كړے د دې نه دروغ بل څه نشي كېدې٬ مونږ د سکھانو د مقدس ځايونو لكه ننکانه صاحب، پنجه صاحب او د نورو مذهبي ځايونو حفاظت كوٶ٬ د کرتارپور صاحب احترام كوٶ٬ مونږ سكھ كميونټي سره مينه لرو٬ په پنجاب (پاکستان او هند) كښې مشترکه كلتور٬ ژبه او قربت دے٬ د پاکستان د مسلمانانو او سكهانو ترمېنځه ژورې اړيكې دي ٬ مونږ د ګولډن ټيمپل په څير په مقدس ځايونو ولې بريد وكړو؟ دا زمونږ د كلتور٬ دود دستور او مذهب په ضد دي چې مونږ په يو مذهبي يا سويلين ځايونو بريد وكړو۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل هند خپل اعلیٰ افسران او جرنېلان په ميډيا دروغو لپاره رابلي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د هند په خبرو څنګه باور وكړو؟ دوي له به وړومبې خپل اعتبار بحالول وي٬ كوم چې رښتيا وئيلو سره راځي٬ د زرګونو وېب پاڼو بندولو او په ميډيا بنديزونو لګولو يا په حكومت تنقيد كوٶنكي په زندان كښې اچولو سره نه راځي٬ آيا پاکستان په دې شخړه كښې يو خبريال زندان ته اچولې؟ بالکل نا۔ مونږ د درې واړو وسله ځواكونو ترمېنځه په همكارۍ٬ اتحاد او يووالي وياړ لرو٬ په دې پوځي تنازعه كښې د پاكستان دريو واړو وسله والو ځواكونو ترمېنځه همكارۍ سره سره د سياسي قيادت او پاکستاني اولس ترمېنځه قوي همغږي هم ليدلې شوې۔ ده ووئيل آپريشن ’’بنيان مرصوص‘‘ د هندي يرغل په ضد متحده مقاٶنت ٶ٬ د پاكستان ايئر فورس زمونږ فخر دے٬ په 6 او 7 نېټه د شپې فضائي جنګ ګردې نړۍ ليدلې٬ په كوم چې به تر لسيزو په فضائي جنګي كالجونو او پوځي ادارو كښې د لېكچر په مهال بحث كولې شي٬ مونږ د خپل پائيلوټانو وظيفائي پوهې ته سلام وړاندې كوٶ٬ جے اېف17-تھنډر، جے10- سي او په زمكه فتح1-او فتح2- ميزائل دا هر څه د پاكستان د تكنيكي ترقۍ مثالونه دي۔ ده ووئيل مونږ د خپل روايتي پوځ طاقت خو تراوسه په بشپړه توګه استعمال كړې نه دې د دې لويه برخه په بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې د هندي لخوا د سپانسرډ شوو ترهګرو په ضد مصروف دے۔ ده ووئيل نړۍ خبر ده چې هند په دې منطقه كښې د ترهګرو سرپرستي كوٶنكې تر ټولو لوے هېواد دے٬ مونږ په دغه سيمو كښې د ترهګرو په ضد جاري عملياتو څخه يو پوځي هم نه دې اخوا كړې٬ مونږ ټولې ټيکنالوجۍ هم نه دي څرګندې كړې۔ ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل امريکا، چين، سعودي عرب، قطر، متحده عرب امارات او نور نړيوال قوتونه پوهه دي چې د دوه اتومي دښمن هېوادونو ترمېنځه د جنګ تصور څومره خطرناك او خوفناك دے٬ هند د څو كلونو راهسې جنګي جنون سره مخ دے كوم چې اور سره د لوبو كولو مترادف دے٬ ھغوي يو داسې ماحول جوړوي كوم چې به د شريكې تباهۍ سبب جوړ شي٬ هم دا سبب دې چې پاكستان د دانشمندۍ نه كار اخستې او په دې ټوله تنازعه كښې مونږ تاٶ تريخوالې نه دې زيات كړې٬ د جنګ بندۍ مطلب دے چې دواړو ډلو ډز بندي وكړه خو امن به هله راځي چې كله هند خپل جنګي جنون كښې اخته سياسي سوچ څخه ځان خلاص كړي۔ ده ووئيل د هند اشرافيه د مسلمانانو او اقليتونو په ضد په ظلم باور لري كومه چې يوه سنګين مسئله ده٬ هند كښې يوازې په مسلمانانو نه بلكې په عيسائيانو، سکھانو او په لاندې ذاتونو هم ظلم كېږي٬ او دې څخه په قدرتي توګه ردعمل رامېنځ كېږي۔ده ووئيل مونږ له به په دې حقيقت پوهېدل پكار وي چې کشمير څخه شپږ دريابونه بخښېږي او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې كشمير يوه متنازعه سيمه ده٬ كه سبا د كشميريانو د خواهش له مخې كشمير پاكستان كښې شامل شي نو دا ټول دريابونه به د پاكستان وي او بيا به دا زمونږ خوښه وي چې دې سره څه كول دي او چين هم په دې تنازعه كښې يو فريق دے٬ هند بايد پوهه شي چې ھغه كوم اور سره لوبې كوي٬ پاكستان او چين يو شمېر لسيزو راهسې په بېلا بېلو څانګو كښې شراكتدار دي٬ پاکستان، چين، او نور ذمه وار هېوادونه امن لپاره هڅې كوي٬ پاكستان خپل جنګ پخپله كړے٬ كه هند خوددار وي نو ھغه دې هم خپل جنګ خپله وكړي٬ هند له خودداري زده كول پكار دي او بايد په دروغو او جارحيت انحصار بند كړي٬ كله چې هند ښكاره جارحيت وكړو نو مونږ يۍ هم په ضد اودرېدؤ او نن هم ولاړ يوو٬ كه هند بيا داسې حركت وكړو نو زمونږ ردعمل به د دې نه زيات تېز او سخت وي