
اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی)سينيټ كښې د سول كورټس(بدلون)بل 2025 منظوري وركړې شوه۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې ډاكټر شذرہ منصب علي د سول كورټس(بدلون)بل 2025 قائمه كمېټۍ څخه په منظور شوي صورت كښې سېنېټ ته د وړاندې كولو تحريك وړاندې كړو د كوم چې ايوان منظوري وركړه۔د دې نه پس هغې دا بل منظورۍ لپاره په ايوان كښې وړاندې كړو۔صدر نشين عرفان الحق صديقي بل د ايوان څخه شق وار منظوري واخسته او دغسې سينيټ بل منظور كړو