د جنرال سيد عاصم منير منګلا آفيسرز ټريننګ سکول څخه تر فيلډ مارشل سفر(رپورټ)

جنت ګل اے پي پي

اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) د پاکستان په تاريخ كښې په 15 كښې يوازې پنځه تر ټولو زيات سينئر جنرالان د پوځ سرلښكر جوړ شوي چې پكښې يو جنرال عاصم منير هم دے٬ د آرمي چيف جنرل عاصم منير تھري سټار څخه فور سټار ته د ترقۍ اعلاميه په 24 نومبر كال 2022 كښې جاري شوې وه چې اطلاق ئي په سمدستي توګه شوے ؤ او د سرلښكر په توګه د ده تعيناتي په 29 نومبر وشوه۔ د جنرال عاصم منير د رېټائرمنټ موده په 27 نومبر ترسره كېدله خو دوي ته په 24 نومبر د فور سټار جنرال په مرتبه ترقي وركړې شوه۔ د فيلډ مارشل په رتبه له ترقۍ وروسته به سرلښكرجنرال عاصم منير د فور سټار جنرل نه بلكې د فائيو سټار جنرال بللے شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه كښې سرلښكر جنرال عاصم منير ته د آپريشن بنيان مرصوص په “اعلیٰ حکمت عملۍ” د فيلډ مارشل په رتبه د ترقۍ منظوري د نهې په ورځ په 20 مئي كال 2025 كښې وركړې شوه۔ فائيو سټار فيلډ مارشل اعلی ترين پوځي رېنك دے كوم چې فور سټار جنرال ته وركولے شي۔ پاكستان كښې دا مهال 4 سټار څلور جنرالان دي درې د فورسز چيف دي او څلورم د جوائنټ چيف آف سټاف کميټۍ چيئرمېن دے۔ فيلډ مارشل د پاکستان په پوځي تاريخ كښې يوه اعلٰی ترين پوځي مرتبه ګڼلې كېږي كوم چه په غېر معمولي خدماتو ترسره كولو جنرال ته په”اعزازي” توګه وركولې كېږي۔ دا مرتبه په عمومي توګه د جنګي پوهې او د قامي دفاع د غوره او ګټورو خدماتو د اعتراف په توګه وركولې شي۔


مردِ ميدان چې ورته په انګليسۍ ژبه كښې فيلډ مارشل وئيلے كيږي٬ دا اعلی ترين عسکري منصب دے٬ كوم چې د جنرال (سرلښكر) افسرانو د تولو رتبو نه پورته وي٬ په عمومي توګه دا د يو پوځ د ټولو نه پورته رتبه وي۔ په عصري ځواكونو كښې دا د فائيو سټار رتبه (OF-10) ګڼلے كېږي٬ په يو شمېر هېوادونو كښې د فيلډ مارشل په رتبه ترقۍ لپاره په عمومي توګه د يو جنرال غېر معمولي جنګي كاميابۍ(مثلاً په جنګ كښې بريا) شرط وي٬ خوا د رتبه ځينې موقعو كښې د ډويژن قيادت يا د بريګيډ قيادت لپاره هم استعمال شوے ده٬ د دې رتبې بېلا بېل مثالونه په دې هېوادونو كښې ليدلي شوې دي لكه افغانستان، آسټريا وهنګري، پاکستان، پروشيا/ المان، هند او سري لنکا كښې په غېر معمولي عسكري كارنامو٬ سپېن او مېكسيكو كښې د ډويژن كمانډ په توګه (هسپانيا كښې مارشل ډي كمپو (Mariscal de campo)؛ فرانس، پرتګال او برازيل كښې د بريګيډ کمانډ په توګه او فرانس كښې د مارشل ډي كمپ (Maréchal de camp)، پرتګيزي كښې د مارشل ډي كمپو(Marechal de campo)۔


ليفټيننټ جنرال (ر)، سيکريټري دفاع او د دفاع وزير پاتے شوے نعيم لودھي وائي چې په زياتره هېوادونو كښې د فيلډ مارشل چوكۍ په عمومي توګه اعزازي وي٬ په دې لړ كښې حكومت به قواعد يا ضوابط جوړوي تر اوسه معلومه نه ده٬ ليفټيننټ جنرال (ر) نعيم لودھي ووئيل فيلډ مارشل نه ريټائر كېږي د دوي نامې سره د “ريټائر” لفظ كله هم نه ليكلے كېږي ځكه چې دا عهده سينېئر ترين وي۔ ده ووئيل چې د فيلډ مارشل مراعاتو اندازه نشي لګېدې ځكه چې ايوب خان خپله ځان فيلډ مارشل جوړ كړے ٶ۔ د دې نه وړاندې په پاكستان كښې جنرال ايوب خان يوازينے فيلډ مارشل ٶ٬ په كال 1958 كښې چې د جنرال ايوب خان د ملازمت موده ختمه شوه نو په كال 1959 كښې صدارتي كابينې جنرال ايوان خان د فيلډ مارشل جوړولو منظوري وركړې وه۔ د حكومت لخوا د آپريشن بُنيان مرصوص او په معرکه حق كښې په زړه ور قيادت او دښمن ته په ماتي وركولو د پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير(نشان امتياز ملټري) ته د فيلډ مارشل په رتبه ترقي وركولو سره سيد عاصم منير فيلډ مارشل تعينات كړے شوے دے۔ د حكومت لخوا د فيلډ مارشل په رتبه ترلاسه كېدو فيلډ مارشل سيد عاصم منير د پاك پروردګار شکر كولو سره ووئيل چې دا اعزاز د قام امانت دے او د دې پالنې لپاره يو نه 7 عاصم منير هم قربان دي۔ فيلډمارشل خپله ترقي او رتبه د شهيدانو٬ غازيانو او ځوانانو په نامه كړے ده۔


د يادونې وړ ده چې فيلډ مارشل عاصم منير د پاك پوځ سينئر ترين افسر دے، عاصم منير آفيسرز ټريننګ د منګلا سکول څخه ترسره كولو سره په پاك پوځ كښې شموليت اختيار كړو٬ عاصم منير ته د تربيې په مهال په غوره كاركردګۍ اعزازي شمشير وركړے شو او د تربيې بشپړولو نه وروسته ئې د پاك پوځ په فرنټيئر فورس رجمنټ كښې کميشن ترلاسه كړو٬سيد عاصم منير د قرآن حافظ هم دے او كه مونږ د دوي د اسائنمنټس جاج واخلؤ نو ډېر مضبوط پروفائل لري۔


سيد عاصم منير ته په كال 2014 كښې د فورس کمانډ ناردرن ايريا کمانډر په توګه خدمات ترسره كولو نه وروسته په كال 2017 كښې د ملټري انټيلي جنس ډي جي مرتبه وركړې شوه٬ د دې نه پس په اکتوبر كال 2018 كښې د ليفټيننټ جنرال په چوكۍ د ترقۍ نه ورسته د آئي اېس آئي ډي جي ملټري تعينات كړے شو او څه موده خدمات ترسره كولو نه وروسته په جون كال 2019 كښې د ګوجرانواله كوركمانډر تعينات كړے شو ٬ جنرال عاصم منير د اکتوبر كال 2021 څخه په جي اېچ كيو كښې د کوارټر ماسټر جنرل وظيفه ترسره كوله٬ په 29 نومبر كال 2022 كښې وزيراعظم شهباز شريف سينئر ترين تھري اسټار جنرال، ليفټيننټ جنرل سيد عاصم منير د پاکستان آرمي د 17م چيف آف آرمي اسټاف په توګه د تعيناتۍ منظوري وركړه او د دې نه وروسته صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د آئين آرټيکل 243 له مخې د دوي د تقررۍ توثيق وكړو٬ جنرل عاصم منير ته په 29 نومبر كال 2022 كښې د پاك پوځ د پخواني سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ په ريټائر كېدو د کمانډ ذمه وارۍ وركړې شوې او په 20 مئي كال 2025 كښې وفاقي كابينې سيد عاصم منير ته د فيلډ مارشل په مرتبه ترقي وركړه۔