
کراچۍ: 22 مئی 2025 د اے آئي كارپوهانو وئيلي دي چې د اے آئي په اړه مونږ بايد يو قانون ولرؤ ولې چې دا د ناسمو معلوماتو او جعلي وېډيوز د لارې په خاص توګه كوچنيانو او مېرمنو لپاره چېلنجونه او خطرې رامخې ته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ د سندھ مدرسة الاسلام پوهنتون تر اهتمام لاندې د څلورم نړيوال كنفرنس په دويمه او وروستۍ ورځ د ’’جنرېټو اے آئی سباؤن: موقعو ٬ خطرو او سماجي اثراتو ‘‘ په موضوع شوي پېنل ډسکشن كښې خبرو كښې وشوه۔ ډاكټر رانا شهزاد قیصر، ډائرېکټر جنرل انفارمېشن سائنس اېنډ ټېکنالوجی ډپارټمنټ، سندھ، ووئيل چې سندھ حکومت په AI پالیسۍ كار كوي ولې چې خلك د حقيقي او ناسمو معلوماتو په اړه لارښوددنې ته اړتيا لري ، د اے آئي د لارې په لويه كچه جعلي معلومات خپرولې شي۔ ده ووئيل مونږ د وروستي هندي جارحيت په مهال د هند لخوا جعلي معلومات هم وليدل۔ ډاكټر رانا شهزاد ووئيل چې د اے آئی د لاسه په پبلك سېكټر كښې ملازمتونه مخ په كمېدو دي ، له دې كبله زده كوؤنكو له به داسې پروجېكټس جوړول وي كوم چې په مصنوعاتو كښې بدل شي۔ ده دا هم ووئيل چې زمونږ مېرمنو له په اے آئي پوهېدل ضروري دي۔ د پي آر او اے آئي ګلوبل مؤسس او سي اي او عماره آفتاب ووئيل چې اے آئي كوم نوے څيز نه دے بلكې دا په كال 1956 كښې رامخے ته شوے ؤ ، د موجوده دور اے آئي سپر آرټیفیشل انټېلی جنس دے ، له دې كبله ماشومانو سره سره مور پلار له به هم د دې په اړه او د سافټ ويئر په اړه خبرېدل ضروري وي ولې چې هغوي د خپلو بچو ناسمو معلوماتو او جعلي وېډيوز څخه بچ كولو كښی لارښودنه كولې شي۔ ده زياته كړه چې په دې وروستيو كښې په لاهور كښې يوې نحلۍ د جعلي وېډيو د لاسه صدمې سره مخ شوه ، له دې كبله مونږ له به خپل بچي له داسې حالاتو څخه ساتل وي۔ د ځينېو خلكو خيال دے چې اے آئي بايد سست وي ، ګني دا به په مونږ راج وكړي۔ پروفیسر ډاکټر انجینئر۔ محمد زاھد تنیو، ډین فېکلټی آف CEET، داؤد یونیورسټی وويل چې اېچ ای سی په كورس كښې اے آئي شاملوي ولې چې ځوان كول د لوستلو په مهال دې څخه زده كړه كولې شي۔ د اے آر ټرېننګ اېنډ کنسلټنسی سی ای او عتیق راجه ووئيل چې د كوچنيانو تخلیقی ذهنونه او تخلیقی صلاحیتونه ناسمو معلوماتو څخه بچ كول ضروري دي۔ عبدالصمد، ډین اسکول آف سائنس اېنډ انجینئرنګ، حبیب یونیورسټی، کراچی ووئيل دا ډول بحثونه د اے آئي په اړه پالیسۍ جوړولو كښې مرستيال ثابتېدې شي۔ پروفیسر ډاکټر ذوالفقار علی مېمن، ډائرېکټر FAST نېشنل یونیورسټی کراچی ووئيل چې په اے آئي كښې بشري رابطې نشته ، له دې كبله مونږ له به په خاص توګه د دې وړاندې يوه پوښتنه اېښودل وي ، ولې چې انسان ټول ماډلز جوړ كړي دي ، كوم چې د اے آئي مواد په تيارولو كښې مرسته كوي۔ ده دا هم ووئيل چې مونږ له به د اے آئي د لارې په تيار كړې شوې موادو باور كول نه وي بلکې مونږ له به د علم او سوچ له مخې ددې تجزېه كول وي۔ وروستو د اېس اېم يو وائس چانسلر ډاکټر مجیب صحرائی مېلمنو له شيلډز وركړل۔