
اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي چې پاکستان د امن پلوي دے خو د امن خواهش دې كمزوري ونه ګڼلے شي٬ زمونږ ځواكونه د هېواد په دفاع پوهېږي٬ زمونږ بشپړ ځواب په نړۍ كښې زمونږ صلاحيت ثابت كړے دے۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې سيد عاصم منير له د فيلډ مارشل اعزاز وركولو دستورې په مهال كړې۔ په دستوره كښې وزيراعظم شهباز شريف، د مسلم ليګ نون مشر نواز شريف، د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بھټو زرداري، وفاقي وزيرانو عطاء تارړ، خواجه آصف،د پنجاب وزيراعلي مريم نواز شريف، د سندھ وزيراعلي مراد علي شاه، د بلوچستان وزيراعلي مير سرفراز احمد بګټي، د څلورو واړو صوبو ګورنرز، د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمين جنرال ساحر شمشاد مرزا، د پاك فضائيه مشرائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو، د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف، د وفاقي کابينې غړو ٬ د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو ګډون كړې۔ دستورې ته خپلې وېنا كحې صدر آصف علي زرداري ووئيل د دستورې مقصد د قام مېړنو زامنو ته پېرزوئنې وړاندې كول دي، ټول قام پخپلو مېړنو ځواكونو وياړ لري۔ ده ووئيل سيد عاصم منير ته د فيلډ مارشل اعزاز وركول د فخر وړ لمحه ده٬ د فيلډ مارشل د اعزاز په منظورۍ زه ډېر خوشحاله شوې يم۔ ده ووئيل د معرکه حق په مهال فيلډ مارشل سيد عاصم منير د وړومبي صف كردار لوبولې٬ د دښمن په ضد ټول قام خپل مېړني پوځ سره ولاړ ٶ٬ زمونږ بشپړه ځواب په نړۍ زمونږ صلاحيت ثابت كړے دے٬ پاکستان د امن پلوي دے خو د امن خواهش دې كمزوري ونه ګڼلے شي٬ زمونږ ځواكونه د هېواد په دفاع پوهېږي۔