
اسلام آباد 22 مئی (اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د زيارت په ورځ پاكستان سټيل ملز كښې كراچۍ انډسټريل پارك ترقۍ لپاره تجاويز ته حتمي شكل وركولو په اړه د كمېټۍ غونډې مشري كړے۔ نائب وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د فوډ سيكورټي اينډ اكنامك افيئرز ډويژن وزيران٬ د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه٬ د ايس آئي ايف سي او ډي جي د صنعت او سرمايه كارۍ بورډ وفاقي سيكرټريز پشمول مهم سټيك هولډرز ګډون كړې۔ نائب وزيراعظم ته د صنعتي پاركس پرمختګ لپاره په بېلو تجاويز تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ ده كراچۍ سټيل ملز سائټ خاص اقتصادي زونز كار تېزولو په ضرورت زور راوړو او غېر ملكي او د هېواد سرمايه كار راغب كولو لپاره ئې د نړيوال طريقو په شاملولو هم زور راوړې۔ نائب وزيراعظم پاكستان كښې صنعتي پرمختګ ګړندې كولو او سرماي كارو لپاره سازګار ماحول پېدا كولو لپاره د حكومت د عزم پخلې وكړو۔