د وزيراعظم شهباز شريف لخوا د شهيدانو كورنيو لپاره مرسته احسن اقدام دے۔ انوارالحق

مظفر آباد 22 مئي (اے پي پي) د آزاد کشمير وزيراعظم چوهدري انوار الحق وئيلي دي چې د پاكستان وزيراعظم شهباز شريف لخوا د شهيدانو كورنيو لپاره د يو كروړ او د ژوبل شويو لپاره د لس نه تر شل لكه روپو مرسته احسن اقدام دے، د آزاد کشمير حكومت د اېل او سي اېكټ له مخې د مرستې رقوم وركول باوري كړې دي٬ د پاكستان حكومت لخوا په هره سخته كښې د بشپړه معاونت مننه كوٶ٬ وزيراعظم ته خواست كوٶ چې زمونږ پرمختيائي بجټ دې د 28 نه 38 اربه روپۍ كړې شي۔ دا خبره ده د هندي جارحيت په مهال د شهيد شويو او ژوبل شويو كورنيو له د مرستې چېكس وركولو دستورې په مهال كړې۔ په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف، وفاقي وزير انجنئير امير مقام، وفاقي وزير عطا تارړ پشمول د آزاد کشمير د قانون ساز اسمبلي سپيکر چوهدري لطيف اکبر او د سياسي او مذهبي ګوندونو نمائندګان هم موجود وو۔ په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف٬ د آزاد کشمير وزيراعظم او نورو د شهيدانو او ژوبل شويو كورنيو له د مرستې چېكونه وركړه۔ د يادونې وړ ده چې په مجموعي توګه د 32 شهيدانو كورنيو ته وفاقي حكومت يو يو كروړ او 164 ژوبل شويو ته د 10 نه تر 20 لكه روپو سړي سر چېكس وركړې شول۔ د آزاد کشمير وزيراعظم ووئيل مونږ له به پاك پوځ سره كلك ورېدل وي٬ مونږ له به سياسي اختلاف هېرولو سره د اتحاد څرګندونه كول وي ځكه چې اتحاد او يووالي څخه د مسئلو لاره نيول ممكن دي، ده په دې موقع د وزيراعظم شهباز شريف وفاقي وزيرانو مظفر آباد ته راتګ او د شهيدانو او ژوبل شويو كورنيو سره د يوالي په څرګندونه خاص مننه هم وكړه۔