پاکستان كښې په بندر ځايونو جديد ټيکنالوجي معرفي كوٶ٬ نړيوالو سرمايه كارو ته ټول سهولتونه وركوٶ۔ د وزيراعظم شهباز شريف د هچيسن پورټس سي اي او ايرك اپ سره خبرې

اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې پاکستان كښې په بندر ځايونو جديد ټيکنالوجي معرفي كوٶ٬ نړيوالو سرمايه كارو ته ټول سهولتونه وركوٶ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم سره د هچيسن پورټس سي اي او ايرك اپ ليدلي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې تقريباً د درې لسيزو راهسې د هيچيسن پورټس سرمايه کاري د پاکستان په معاشي پاليسو د باور څرګندونه ده، پاکستان كښې په بندر ځايونو جديد ټيکنالوجي معرفي كوٶ چې پكښې هچيسن پورټس اهم کردار لري۔ ده ووئيل د هېواد په بندرځايونو کسټمز اسيسمنټ لپاره جديد سکينرز جوړولو كښې به د هچيسن پورټس خدمات د قدر وړ ثابت شي، مونږ نړيوالو سرمايه كارو ته ټول سهولتونه وركوٶ۔ وزيراعظم ووئيل پاليسۍ سرمايه كار دوست جوړولو لپاره اقدامات كوٶ٬ په دې موقع د هچنسن پورټس سي اي او ايرك اپ ووئيل هچيسن پورټس په کراچۍ پورټ جديد ټيکنالوجي معرفي كولو لپاره اقدامات كوي٬ ايرك اپ پاکستان سرمايه کارۍ لپاره يو مناسب هېواد ګرځولو سره په سباٶن كښې په پاكستان كښې د نورې سرمايه كارۍ د خواهش څرګندونه وكړه۔ په ملاقات كښې وفاقي وزيران سېنېټر اورنګزيب، احد خان چيمه، جنېد انور چوهدري او د اړوند ادارو لوړ پورو ګډون وكړو