
اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقي وزير عبدالعليم خان امر كړے دې چې په قامي سترو لارو ائير ايمبولنس سروس زر تر زره پېل كول باوري كولو لپاره دې اقدامات تېز كړے شي٬ د مسافرو ځان ساتل زمونږ وړومبۍ ترجيح ده٬ په دې لړ كښې بايد اېن اېچ اے د نړۍ د نورو هېوادونو د ټرافېك نظام هم سټډي كړي، په موټرويز د ټراما سينټرز جوړولو لپاره دې هم تجويزونه مرتب كړې شي٬ نيشنل هائي ويز اينډ موټر وے پوليس لخوا د جاري بيان له مخې دا امر وفاقي وزير د اېن اېچ اے او موټروېز پوليس اصلاحاتو لپاره د خاص غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د ګاډو فټنس، ډرائيونګ لائسنس اجراء او د ټرافېك نظام په اړه اهم پرېكړې شوې۔ بلخوا اېن اېچ اے د وفاقي وزير په امر بابو سرټاپ ستره لاره ټرافېك لپاره د وخت نه وړاندې پرانسته٬ كوم چې په جولائي كښې پرانستل ٶ او دا يو مياشت وړاندې پرانستلے شوے ده۔ د يادونې وړ ده چې د بابو سر ټاپ لاره څخه ګليشئيرز، لينډ سلائيډ او خطرناك خنډان لرې كړې شوې دي٬ دې سره به د ګلګت بلتستان سفر پنځه ساعته كم شي