دښمن دې په كومه خوش فهمۍ كښې نه پاتې كيږي٬ دا قام د كوم هم چينلنج مقابلې له چمتؤ دے: د سينيټ غړي

اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) د سېنېټ په غونډه كښې د زيارت په ورځ غړو ووئيل چې دښمن دې په خوش فهمۍ كښې نه پاتې كيږي ٬ دا قام متحد دے او د هر چېلنج مقابلې له چمتو دے۔ د سېنېټ په غونډه كښې کامران مرتضیٰ د خضدار په پېښه خپلو خبرو كښې ووئيل چې دا كار يو بلوچ يا پښتون نشي كولې ځكه چې دا زمونږ د كلتور منافي كار دے٬ دا پېښه د دې منطقې د باقياتو کار دے چرته چې په ظاهره جنګ بندي شوې خو پس پرده صورتحال مختلف په نظر راځي۔ ده تور ولګولو چې هند پراکسيز پېل كړے دې او مونګ د وړاندې نه ډېر په تحمل سره د جارحيت مقابله كړې۔ ده ووئيل چې داسې معلومېږي چې د دې پېښې په شا كوم هېواد ته تكليف دے او ھغه د پاكستان غېر مستحكم كولو هڅې كوي۔ سينيټر خالده عطيب ووئيل دښمن دا ګڼلي ٶ چې د پاكستان قام تقسيم شوے دے خو حقيقت دا دې چې مونږ متحد يو او د خپلو ماشومانو٬ زمكې او د خپلو اقدارو تحفظ لپاره به تر هر حد ځو۔ دې ووئيل چې پاكستان ته رامخې ته بنيادي مسئلې لكه كشمير او د اوبو مسئله په نړيواله كچه په موثره ډول پورته كول پكار دي ٬ دا مسئلې زمونږ قامي ګټو سره سره د منطقې امن سره هم تړلې دي۔ په دې موقع سېنېټر خالده عطيب چيف آف آرمي سټاف ته د فيلډ مارشل په منصب ترلاسه كېدو مباركي وركولو سره ووئيل چې دا نه يوازې د دوي د خدماتو اعتراف دے بلكې دښمن لپاره واضح پېغام هم دے چې د پاكستان پوځ كمزورے نه دے ٬ زمونږ پوځ وظيفائي صلاحيتونه لري او د هېواد سلامتيا لپاره هر وخت چمتو دے ۔ په غونده كښې سېنېټر سرمد علي، سېنېټر عبدالقادر، سېنېټر عبدالواسع سېنټر ،بلال مندو خيل او نورو غړو هم بحث وكړو