
اسلام آباد۔22مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د چين خپله درې ورځنۍ دوره زياته كاميابه ګرځولو سره وئيلي دي چې پاكستان په بيجنګ كښې د رامخې ته شوو مصروفياتو په مهال په سفارتي ٬ ستراتيجيكي او اقتصادي محاذونو ښكاره پيشرفت كړے دے۔ د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې ده ووئيل دا كوم د معمول سفارتي مصروفيات نه وو بلكې دا ښكاره او فوري مقاصد لرونكي مصروفيات وو په كومو كښې چې چينائي مشرتابه سره دوه اړخيزه ملاقاتونه او افغانستان سره درې اړخيزه مذاكرات هم شامل وو۔ نائب وزيراعظم ووئيل چين او افغانستان دواړو سره يوه ښكاره لوظنامه وشوه چې كوم هم تنظيم ته به كه هغه ټي ټي پي وي ٬ بي اېل اے يا كوم بل وي ٬ د كوم هم هېواد خاوره د كوم هم بل هېواد په ضد د كارولو اجازه وركولې نه شي۔ ده ووئيل د سي پېك په دويم پړاؤ په زړه پورې او ګټورې خبرې وشوې۔ سېنېټر اسحاق ډار ووئيل مونږ د بېلټ اېنډ روډ انېشیټو له مخې پراخا مرستې لپاره كاميابۍ سره بنياد اېښودلے دے۔ ده ووئيل چین د پاکستان-افغانستان-ازبکستان رېلوے منصوبې مالي مرستې كولو اراده څرګنده كړی ده۔ ده ووئيل مونږ دې څخه وړاندې ازبکستان او افغانستان ته يو مسوده فرېم ورك لېږلے دے او غونډې لپاره د مئي 29 مه او 30 مه نېټه تجويز كړې شوې ده۔ ده ووئيل زه د جون تر لومړو نېټو دې ته د حتمي شكل وركولو عزم لرم۔ ده ووئيل دا منصوبه به د پېښور – کابل هائی وے او د اېم اېل ون اپ ګرېډېشن سره د منځنۍ آسيائي جمهوريه سره د پاكستان تړون ته وده وركوي او دا به زمونږ د كم استعمال شوې بندرځايونو تجارتي صلاحيت زيات كړي۔ ده ووئيل د دورې په مهال چين او افغانستان سره په خاص توګه د كډوالو په معاملو او د ترهګرۍ مخنيوي حوالې سره هم مهمې پرېكړې وشوې۔ ده ووئيل په 17 اپرېل كابل كښې شوې غونډه كښې په ټولو پرېكړو په 72 ساعتونو كښې عملدرآمد وكړے شو۔ سېنېټر اسحاق ډار ووئيل چین په پاكستان كښې په خپلو اهلكارو ترسره كېدونكو بريدونو ژوره اندېښنه لري٬ ما باور وركړو چې مونږ په دې خطرو په جدي توګه د قابو موندلو هڅې كوو۔ ده د دې خبرې پخلې وكړو چې د پاكستان د تېر حكومت په مهال كال 2013ء څخه تر كال 2017ء په آپرېشن ضرب عضب 4 ارب څخه زيات ډالر مصرف كړې شول په كوم كښې چې ترهګري په فعاله ډول لمينځه يوړلې شوه۔ نائب وزیراعظم د خضدار بس بريد ځپليو سره د چين د غمرازۍ حواله هم وركړه۔ ده ووئيل انصاف به زر باوري كړې شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې چينائي مشرتابه په ټولو بنيادي مسئلو پاكستان سره ولاړه دے۔ ده ووئيل چين د كشمير په اړه د پاكستان د دريځ ملاتړ وكړو۔ چين غوښتنه وكړه چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشمير مسئله حل كړې شي۔ نائب وزیراعظم ووئيل مونږ د تب په شمول ون چائنا پالېسۍ لپاره د خپل ملاتړ پخلے وكړو۔ نائب وزیراعظم ووئيل د پاک چین سفارتی اړيكو 74 مې سالګرې په موقعه ما چين له مباركي وركړه او د پاك چين سټرېټجک ډائیلاګ دويم دور لپاره مې چينائي چارواكو له اسلام آباد ته د راتللو بلنه وركړه۔ نائب وزيراعظم د سيمه ايزې سلامتيا ماحول ذكر كولو سره ووئيل مونږ په كاميابۍ سره په خاص توګه د كال 2019ء پېښو په اړه د هندي بيانيې مقابله وكړه۔ ده ووئيل مونږ د پهلګام پېښې د نړيوالو پلټنيو پېشكش وكړو كوم چې هند مسترد كړو۔ ده وويل نړيوالې ورورولۍ د حقائقو تصديق كولو څخه وروستو زمونږ د دريځ تصديق وكړو۔ ده د هندي بريدونو غندنه كولو سره ووئيل د اوسنۍ شخړې په مهال 75 هندي الوتكې راولېږلې شوې٬ 24 پے لوډز وغورځولې شوو او يو شمېر الوتكې چې په كښې رافيلز او يو اے وېز شامل وو پاكستان نسكورې كړې۔ ده ووئيل مونږ د ورځې په رڼا كښې د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې ځواب وركړو۔ ده ووئيل د امريكائي خارجه وزير روبیو له كال څخه وروستو په ثالثۍ كښې شوې د جنګ بندۍ لوظنامه برقرار ده او دا چې د ډی جی اېم اوز د لارې ملټری ټو ملټری انګېجمنټس آسانۍ سره مخ په وړاندې روان دي۔ ده ووئيل زمونږ ډیټرنس دفاعی دے۔ ده ووئيل مونږ كله هم جوهري وسلې او توغندي په نورو بريدونه كولو له نه دي جوړ كړې بلكه د امن حفاظت لپاره جوړ كړې دي۔ ده د هندي دفاع وزير وروستي ريماركس د افسوس وړ ګرځولو سره ووئيل پاکستان امن غواړي خو كه كله چېلنج كړے شو نو بيا به پوره طاقت سره د خپلې خپلواكۍ دفاع كوي۔ اسحاق ډار افغانستان سره د اړيكو ښه كولو لپاره د خپل حكومت عزم په ډاګه كولو سره ووئيل افغانستان سره مونږ مذهبي ٬ كلتوري٬ تاريخي او جغرافيائي اړيكې لرؤ۔ ده ووئيل مونږ له به د ناظم الامور كچې څخه وړاندې او زيات مشغولېدل وي۔ ده افغان ډرائیورانو او ګاډو لپاره د ټرانزټ دستاوېز په نظام كښی تر 30 جون د پراختيا اعلان وكړو او افغان وګړو لپاره يۍ د 100 ډالر ملټی پل انټری وېزې سنګل دستاوېز نظام معارفي كړو۔ده ووئيل د افغان چاوراكو لخوا د دې اقداماتو ستائنه وشوه۔ نائب وزیراعظم فیلډ مارشل عاصم منیر ته د هغه په ترقۍ مباركي وركړه۔ نائب وزیراعظم ووئيل د پاك هند تاؤ تريخوالي په مهال د قطر په څير هېوادونو لارښودو په شمول همڅنګو ته د پاكستان نقطه نظر وړاندې كولو له مې 60 څخه زيات كالونه وكړل۔ ده ووئيل نړۍ اوس زمونږ په دريځ پوهېږي۔ ده ووئيل پاكستان يوازې دا نه چې د ترهګرۍ په ضد فرنټ لائن رياست دے بلكې د دې د لاسه زيات ځپلے شوے هېواد هم دے د كوم چې 85,000 څخه زيات ځانونه ضائع شوي او كوم چې 150 ارب ډالر معاشي زيان سره مخ شوے دے۔(