قامي اسمبلۍ كښې د هند لخوا د سندھ طاس لوظنامې معطل كولو غير قانوني او يو اړخيزه پريكړې په ضد د متفقه قرارداد منظوري

اسلام آباد 22 مئی (اے پی پی)قامي اسمبلۍ د هند لخوا د سندھ طاس لوظ نامه معطل كولو غېر قانوني او يو اړخيزه پرېكړې په ضد د متفقه قرارداد منظوري وركړې ده۔ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د اوبو وسائلو وفاقي وزير اېم معين وټو په دې اړه د قرارداد وړاندې كولو اجازه وغوښتله٬ د اجازې په ترلاسه كېدو هغه قرارداد ايوان ته وړاندې كړو د كوم چې ايوان په متفقه توګه منظوري وركړه۔ د قرارداد متن كښې وئېلي شوي چې دا ايوان د دې رايې څرګندونه كوي چې حكومت ته پكار دي چې په سمدستي توګه اقدامات وكړي دغسې چې د هند د غېر قانوني او يو اړخيزه اعلان سخته غندنه وكړې شي۔ دا اقدام د لوظنامې ښكاره خلاف ورزي او په ښكاره توګه د يو جنګي اقدام برابر دے۔ دې څخه وړاندې وفاقي وزير ووئيل چې سنده طاس لوظ نامه د پاكستان لائف لائن ده۔