حكومت د كنټري پارټنرشپ فريم ورك هدفونو ترلاسه كولو عزم لري٬ماحولياتي تحفظ او تلپاتې پرمختګ د معاشي منصوبه بندۍ مركزي جزو دے:د خزانې وفاقي وزير د نړيوال بنك پلاوي سره په ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد 22 مئی (اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اېم اورنګزېب د نړيوال بنك كنټري پارټنرشپ فرېم ورك هدفونه ترلاسه كولو لپاره د حكومتي عزم پخلې كولو سره وئېلي دي چې ماحولياتي تحفظ او پائيدار پرمختګ د معاشي منصوبه بندۍ مركزي جزو دے٬ په كنټري پارټنرشپ فريم ورك علمدرآمد لپاره د خزانې وزارت٬اړوند وزارتونو او ادارو ترمينځه تړون لا فعاله كولې شي۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ د نړيوال بانك د اعلی كچې پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ د نړيوال بانك پلاوي مشري د بنك منېجنګ ډائرېكټر آپرېشنز اینا بیئرډے كوله۔ د ملاقات مقصد دوه اړخيزه مرسته لا قوي كول٬ د نړيوال بنك د مالي مرستې پروژو جاج اخستل او په دې وروستيو كښې ورلډ بانك اشتراك سره په پېل كړې شوې 10 كلنه كنټري پارټنرشپ فريم ورك(سي پي ايف)عملدرآمد كښې تندي راوستل و۔ په خبرو اترو كښې په خاص توګه سي پي ايف كښې په شاملو ترجيحي څانګو په خاص توګه د ماحولياتي بدلون مخنيوي صلاحيت او د آبادۍ نظم ونسق په څير مهمو موضوعاتو بحث وشو۔ دواړو اړخونو په پاكستان كښې د تلپاتي پرمختګ او اوږدې مودې معاشي استحكام لپاره د سي پي اېف په اهميت او كردار اتفاق وكړو۔ اینا بیئرډے سخت خو ضروري معاشي اصلاحات تر پاې رسولو لپاره د پاكستاني حكومت د پرله پسې عزم او ماحولياتي تحفظ او تلپاتي پرمختګ لپاره د حكومتي هڅو ستائنه وكړه۔ د خزانې وزير سي پي ايف اهداف ترلاسه كولو لپاره د حكومتي عزم پخلې كولو سره ماحولياتي تحفظ او تلپاتے پرمختګ د معاشي منصوبه بندۍ مركزي جزو وګرځولو۔ ده په سي پي اېف عملدرآمد لپاره د خزانې وزارت او نورو ټولو اړوند وزارتونو او ادارو سره تړون د لا ټينګولو په اهميت زور راوړو۔ د خزانې وزير د خزانې وزارت٬د موسمياتي بدلون وزارت او نورو اړوند ادارو په مرسته په سي پي اېف فعاله عمل لپاره د بشپړه فرېم ورك په تيارولو او ددې ټولو عمل فعاله كولو له د نړيوال بنك د تكنيكي مرستې خواست وكړو۔ اينا بيئرډے د كنټري پارټنرشپ فريم ورك مقصد ترلاسه كولو لپاره پاكستان ته د نړيوال بنك لخوا د بشپړه ملاتړ باور وركړو او معاشي اصلاحات سره سره ټيكس نظام٬توان او د سماجي تحفظ په څانګو كښې د بنك لخوا د مرستې او ملاتړ پخلے وكړو۔ دې د پاكستان د بشري وسائل قوي كولو او معيشت مستحكم كولو لپاره انجونو ته د تعليم وركولو او د هغوي خپلواكه جوړولو اقداماتو ملاتړ هم وكړو۔ دواړو ډلو د دې عزم څرګندونه وكړه چې راتلونكو مياشتو كښې به د كنټري پارټنرشپ فريم ورك په فعاله ډول عملي كولو او د پاكستان تلپاتي پرمختګ لپاره په مضبوطه همكارۍ اډانه لرونكې نزدې مرسته دوامداره ساتوو۔