
كوئته 22 مئي (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعليٰ مير سرفراز بګټي د قلعه سيمې بمي چاٶدنې شهيدانو او ژوبل شويو ته زر تر زره د معاوضې وركولو امر كړے دے۔ مير سرفراز بګټي ووئيل دغه پېښه د افسوس وړ ده چې پكښې د قېمتي ځانونو د زيان تلافي خو ممكن نه ده خو د شهيدانو د كورنيو به هر ډول ممكنه مرسته كولې شي او دوي به يوازې نه پرېږدو۔ ده په دې موقع د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔(