
اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) سينيټ افريقائي هېوادونو سره معاشي، سفارتي، سياسي او د اولس په كچه اړيكو ته د ودې وركولو په عزم د اډانه لرونكي قرارداد منظور وركړې ده٬ دا قرارداد د زيارت په ورځ نائب وزير اعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار ايوان ته وړاندې كړو چې مقصد ئې دغه هېوادونو سره معاشي، سماجي او كلتوري اقدارو ، تجارت او سرمايه كارۍ ته وده وركول دي٬ په قرارداد كښې ووئيل شول چې د پاكستان او افريقائي هېوادونو ترمېنځه اړيكې په تل پاتې او مشتركه تاريخي تړون اډانه دي٬ پاكستان د افريقائي هېوادونو د نو آبادياتي نظام په ضد د آزادۍ د هلو ځلو بشپړه تائيد كوي ځكه چې دا د دوي د خپلواكۍ د حق هلې ځلې دي٬ په قرارداد كښې د مشتركه اقدارو او مشتركه كلتوري تنوع اعتراف كولو سره په نړيوالو او سيمه ايزو چارو د پاك افريقا د اړيكو په مستحكم كولو زور راوړلے شوے دے٬ په قرارداد كښې دا هم وئيلي شوي چې پاكستان د افريقائي هېوادونو سره د انګيج افريقا پاليسۍ د لارې اړيكو ته د ودې وركولو ستائنه كوي چې مقصد ئې سياسي، معاشي، سماجي او كلتوري اقدارو٬ تجارت، سرمايه كاري او د اولس په كچه اړيكو ته وده وركول دي٬ دا ايوان د دې مشتركه عزم پخلې كوي چې د ملګرو ملتونو د منشور او اصولول له مخې په خاص توګه په نړيوالو اړيكو كښې د دړكو او طاقت د استعمال مخنيوې د اولس د خپلواكۍ حق٬ د سالميت تحفظ ، د سيمه ايزې خپلواكۍ احترام او د دي په كورنۍ معاملو كښې په عدم مداخلت زور راوړي۔ په قرار داد كښې دا هم اعتراف شوے دے چې دوه اړخيزه اړيكو او ګڼ اړخيزه اړيكو ته وده وركولو كښې پاكستان كښې د افريقائي هېوادونو سفيران او هائي كمشنر او د پاكستان د خارجه وزارت چاراوكو او اهلكارو اهم كردار دے