رائے پور۔22مئی(اے پی پی) په هندي ايالت چھتیس ګړھ كښې ځواكونو د يو لارښودو په شمول 27 كارمندان ووژل۔ د کشمیرمیډیا سروس له مخې نوموړے لارښود انجینئر نمبالا کیشو راو عرف بسواراجو او نور كسان هندي ځواكونو د نارائن پور او بیجاپور ضلعو په پوله ابوجھمد كښې د محاصرې او لټون كارروايۍ په مهال وژلي دي۔ دا ټول د کمیونسټ پارٹی آف انډیا سی پی آئی- ماو سټ غړي وو۔ هندي ځواكونو دوئي نكسل بېلتون خوښوونكي ګرځول دي كوم چې چھتیس ګړھ هند څخه د بېلولو هڅې كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې هندي داخله وزير اميت شاه ځواكونو ته د نكسليانو په ضد د كارروايۍ كولو ښكاره اجازه وركړې ده۔