خيبر پښتونخوا حكومت نجي او سركاري سكولونو له د ګرمۍ رخصتۍ اعلان كړې

پېښور ۔ 22 مئی (اے پی پی) خيبر پښتونخوا حكومت نجي او سركاري سكولونو لپاره د ګرمۍ موسم رخصتۍ اعلان كړې۔ د خېبر پښتونخوا د تعليم څانګې لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې سمر زون يعني مېداني سيمو كښې به پرائمري سكولونه د جون اولنۍ نېټې څخه تر د اګست مياشتې 31 مې نېټې او مډل ٬ هائي او هائر سېكنډري سكولونه به د جون 15 مې څخه د جولاني مياشتې تر 31 مې نېټې بند ساتلې شي۔ په جاري شوې اعلاميه كښې دا هم وئيلې شوي دي چې د خېبر پښتونخوا په ونټر زون كښې به رخصتۍ د جولائي اولنۍ څخه تر 31 مې نېټې وي۔