د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير علي امين ګنډا پور خضدار كښې د سكول په بس د ترهه ګرو بريد سخته غندنه وكړه

پیښور 21مئی (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير علي امين ګنډا پور د بلوچستان په خضدار سيمه كښې د سكول په بس د ترهه ګرو بريد غندنه كولو سره دا يو بزدلانه اقدام ګرځولې۔وزيراعلٰی په بريد كښې د ماشومانو پشمول په قيمتي ځاني زيانونو د غم دړد څرګندونه كولو سره په حق رسېدلې كسانو بخښنې او غمجنو كورنيو لپاره د زغم دعا كړې۔وزيراعلٰی د ترهه ګرۍ بريد كښې ژوبل شويو زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندوني سره د غم جنو كورنيو سره يو والي او غمرازۍ ښكاره كړي۔ ده ووئيل چې خېبرپښتونخوا اولس او حكومت د غمجنو كورنيو په غم كښې برابر شريك دي۔علي امين ګنډا پور وئېلي دي چې بے ګناه وګړي په نښه كول شرمناك اقدام دے ٬ د دې چې څومره هم غندنه كړې شي كمه ده او په دې بريد كښې ككړ عناصر د انسان وئيلو مستحق نه دي۔