
كراچۍ 21مئی (اے پی پی)په سندھ مدرسته الاسلام پوهنتون كښې”د تل پاتې كمپيوټنګ اينډ اے آئي:شيپنګ دي فيوچر آف انډسټري اينډ سوسائټي”په سرخط دوه ورځنے څلورم نړيوال كنفرنس پېل شوے دے۔د سندھ هائر ايجوكېشن كمېشن چيئرمېن پروفيسر ډاكټر طارق رفيع او د سندھ مدرسته الاسلام پوهنتون وائس چانسلر ډاكټر مجيب صحرائي د پوهنتون شاهنواز بهټو آرډيټوريم كښې د كنفرنس پرانسته وكړه۔د ياد كنفرنس تابيا د ايچ اي سي سندھ په مرسته شوې ده۔كنفرنس ته خطاب كښې ډاكټر طارق رفيع ووئيل د ايس ايم آئي يو دوره زما لپاره د درناوي خبره ده ځكه چې دا د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح او د نورو لويو لارښودو مادر علمي ده۔ د نړيوال كنفرنس په تابيا د ايس ايم آئي يو ستائنه كولو سره ده ووئيل د دې كنفرنس په شا د وائس چانسلر كليدي كردار دے او د سندھ ايچ اي سي عمر له د دې ادارې پرمختګ او هلو ځلو كښې مرسته كړې ده۔د كنفرنس يادګيرنه كولو سره چيئرمېن ايچ اي سي ووئيل مونږ له د پاكستان په پوهنتونونو كښې د تحقيق كلتور ته وده وركول دي۔ده ووئيل انفارمېشن ټېكنالوجۍ ژوند په بيړه بدل كړے دے٬دغه وجه ده چې سباؤن د انفارمېشن ټېكنالوجۍ دے٬په خاص توګه د مصنوعي زيركتيا٬دغسې مونږ له خپلو زده كوونكو او نورو ملازمانو ته په دې حقله علم منتقل كول دي۔ده ووئيل د ټېكنالوجۍ بدلون د تېرو 30 كلونو راهيسې راروان دے ځكه ځوان نسل له د دې نه ځان واقف كول پكار دي۔ده ووئيل د اوسني هندي بريد په مهال مونږ په دغه كښې د ټېكنالوجۍ كارول وليدل او پاكستان ثابت كړه چې هغه دښمن ته د خله ماتي ځواب وركولو تكنيكي صلاحيت لري۔د سندھ ايچ اي سي چيئرمېن ووئيل دا كوم روايتي جنګ نه ؤ بلكې دا يو سائبر وار ؤ٬كومه هم اداره د خپل ځايې نه وړاندې نه ده تلې٬هر څوك په خپل حدود كښې پاتې شو خو ټېكنالوجي وه چې په دې كښې يې مهم كردار ترسره كړو۔ده ووئيل مونږ د بدلون مخه نه شو نيولې ځكه دا د زده كوونكو ٬ استاذانو او وائس چانسلرز لپاره هم يو چئلینجنګ دور دے۔د ده وينا وه تعليم او صحت ته د پام لرنې كولو سره پاكستان پرمختګ كولې شي٬ده په سندھ كښې د لوړو زده كړو ملاتړ له او د نورو صوبو اعلٰی زده كړو لپاره د مختص كړي بجټ نه په زيات بجټ وركولو د سندھ حكومت ستائنه وكړه۔ده په دې لړ كښې د سندھ وزيراعلٰی كردار هم وستائېلو چې هغه د سندھ پوهنتونونو كښې د لوړو زده كړو او حالات ښه كولو له ډېر خواهش لري