
پينډۍ 21 مئي (اے پي پي) د فيلډ مارشل جنرل عاصم منیر په اعزاز كښې په جي ایچ کیو (GHQ) كښې د شهیدانو په یادګار د ګارډ آف انر دستوره وشوه۔په دې موقع جنرل سید عاصم منیر د شهیدانو په یادګار د ګلونو څادر وغوړولو او د پاکستان شهیدانو ته یې پيرزوئنې وړاندې كړي ۔جنرل دا اعزاز د ټول قام د پاکستان وسله والو ځواکونو، په ځانګړې توګه د هېواد او وسله والو ځواکونو او د قانون نافذ كوونكو ادارو شهیدانو او غازیانو په نامه كړو ۔ ده ووئيل دا اعزاز ټول پاکستاني قام او د پاکستان د وسله والو ځواکونو ځوانانو او افسرانو په نامه دے او په خاص توګه كومو چې د هند د جارحيت ، د بزدلانه او غیر قانوني خلاف ورزو لكه د اوسپني دیوال غوندې دفاع كړې ده