
اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي)د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آی اېس پي آر) وئیلي دي شمالي وزیرستان كښې د رامخې ته شوې پېښې نه پس د ځینې حلقو د اړخه په امنیتي ځواکونو بے بنسټه او ګمراه کوونکي تورونه لګولې كيږي او هڅه کوي چې امنیتي ځواکونه د دې پېښې سره وتړلې شي۔ آئی اېس پي آر په خپل بیان کښې ووئیل دا تورونه په بشپړه توګه بے بنسټه دي او د امنیتي ځواکونو د ترهه ګرۍ په ضد هڅو ته د زیان رسولو لپاره د یو منظم ډیس انفارمیشن کمپاین برخه ده۔ د دې بے بنسټه ادعاګانو نه پس په سمدستي توګه يو كوټلې تحقيقاتي عمل پيل شوے چې په ابتدائي راپور کښې په واضحه ډول څرګنده شوه چې دا ناوړه عمل د هند په سرپرستۍ کښې د فتنه خوارجو لخوا د منصوبه بندۍ سره ترسره شوے ۔دا خبره ښكاره شوې چې دغه عناصر كوم چې د خپلو هندي مشرانو په اشارو کار کوي، د ترهه ګرۍ كاروائيو لپاره د هېواد شهري سيمي او وګړي د ډال په توګه کاروي۔ د هغوي مقصد د سیمې وګړو او امنیتي ځواکونو ترمنځه غلط فهمي راپيدا كول ده كوم به چې ناکامه شي۔ امنیتي ځواکونه یو ځل بیا د دې عزم څرګندونه كوي چې په دې غیر انساني اقدام کښې ككړ ټول عناصر به قانون سره مخ كولې شي