خضدار كښې د سکول په بس بريد په انسانیت بريد دے ، د بلوچستان وزیراعلیٰ

کوئټه ۔ 21 مئی (اے پي پي ) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفرازبګټي وئېلې دي خضدار كښې د سکول په بس بريد په انسانیت بريد دے ، هند د رياستي پالیسۍ په توګه ترهه ګرۍ له وده وركوي ۔ د شورو په ورځ خپل بيان كښې وزیراعلیٰ ووئېل هند په بلوچستان كښې د خپلو ایجنټانو د لارې ترهه كړي كوي ، د پاکستان د جارحیت خله ماتي ځواب نه پس هند دغسې بزدلانه بريدونه كوي خو مونږ به د هند مکروہ څېره دغسې نړۍ ته بے نقابه كوو ، وزیراعلیٰ بلوچستان میر سرفراز بګټی ووئېل د ترهه ګرۍ هر مظہر به د جرړې څخه اوباسو۔ پاکستانے قام او پوځ د هند سازشونو په خلاف متحد يو دي۔ میر سرفراز بګټي ووئېل نرم اهداف باندې بريد د هند اخلاقي كمزوري ظاهروي۔