برسلز۔21مئی (اے پي پي) اروپائي ائتلاف د سوريه څخه د اقتصادي بندېزونو پورته كولو پرېكړه كړې ده ۔ د المان خبر رسنې ادارې ډي ډبلیو تر مخه د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو او د سکیورټي پالیسي د خارجه پالیسۍ مشر کاجا کلاس تېره ورځ په سوشل میډیا پلیټ فارم ایکس ووئېل مونږ د سوريه نه د لګېدلو اقتصادي بندېزونو د پورته كولو پرېكړه كړې ده ۔۔ ده ووئېل مونږ د سوريه اولس د يو نوي ، جامع او امناكه سوريه جوړولو كښې مرسته كول غواړو۔ خو د اروپائي ائتلاف ټول بندېزونه به نه پورته كېږي ۔ ده د بندېزونو پورته كولو پرېكرې په بابله ووئېل زما په خیال زمونږ سره كومه بله لاره نشته ۔