
اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف او فیلډ مارشل سیّد عاصم منیر به نن د كوئټي هنګامي دورہ کوي۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بیان له مخې وزیراعظم او فیلډ مارشل ته به خضدار كښې د هند په سرپرستۍ كښې د فعاله ترهه ګرو د اړخه د سکول په ماشومانو او استاذانو د بريد په اړه بریفنګ وركولې شي ۔ وزیراعظم او فیلډ مارشل به په بريد كښې د ژوبل كسانو تپوس پوښتنه كوي۔ فیلډ مارشل سیّد عاصم منیر په اعزاز كښې نن ماښام ایوان صدر كښې دستوره په خضدار كښې د ناوړه بريد په وجه ځنډولې شوې ده ۔