وفاقي وزير انجينئر امير مقام خضدار كښې د سكول په بس د چاودنې غندنه وكړه

اسلام آباد 21مئی (اے پی پی)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام خضدار كښې د سكول په بس د چاودنې په سختو ټكو غندنه كولو سره وئېلي دي د بې ګناه ماشومانو په ضد ترهه ګري د نه قبلولو او نه بخښلو ژړ فعل دے۔جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير د شهيدانو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره يې دعا وكړه۔امير مقام ووئيل د بې ګناه ماشومانو شهادت غمجن او افسوسناك دے۔